نړۍ

پنټاګون په کندوز کې د وژل شوو امریکايي پوځيانو هويت په ډاګه کړ

نن ټکی اسیا (يكشنبه، ۴ وری ۱۳۹۸ل):د امریکا دفاع وزارت «پنټاګون» وړمه ورځ په کندوز کې د مخامخ جګړې پر مهال د دوو وژل شوو امریکايي پوځيانو هويت په ډاګه کړی دی.

د پنټاګون له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د امریکايي پوځيانو ډلګۍ مشر ۳۳ کلن ويل ډي لينډسي او ۲۹ کلن جوزف پی کوليټ په کندوز کې  د جګړې پر مهال ټپيان شوي وو او د خپلو ټپونو له امله يې ساه ورکړې ده.

لينډسي د ځانګړو ځواکونو د دوهم کنډک غړی و، په ۲۰۰۴ کال کې پوځ ته داخل شوی و، په ۲۰۰۶ کې د ځانګړو ځواکونو له زده کړو فارغ شوی و.

د ځانګړو ځواکونو قومندان ډګروال لارنس فیرګوسن په خپل پيغام کې د وژل شوي لينډسي له کورنۍ او دوستانو سره خپله خواشيني ښکاره کړې ده.

جوزف پي کوليټ له ۲۰۱۰ کال راهيسې په پوځ کې دنده ترسره کوله او په افغانستان کې د لومړني ماموريت پر مهال ووژل شو.

د امريکا پوځ د جوزف کوليټ په وژل کېدو هم د هغه له کورنۍ او خپلوانو سره خپله خواشيني ښکاره کړې ده.

طالبانو په کندوز کې د امريکايي او دولتي عسکرو د وژل کېدو خبر ورکړی دی.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد تېره ورځ په يوه خبرپاڼه کې ويلي و، چې د جمعې په ورځ د کندوز ښار تيلاوکه سيمه کې د دوی جنګياليو پنځه امریکايي او ديارلس دولتي عسکر وژلي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غوربندي

غمي او لاونګ ته تسليت وايم خدای ﷻ وکړي چې بغارې مو ووزي.

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x