
کندوز: امريکا په هوايي بريدونو کې د ۱۴ ولسي وګړو وژنه ومنله
نن ټکی اسیا (يكشنبه، ۴ وری ۱۳۹۸ل): د کندوز ولايت په مرکز تلوکه سيمه کې د ګډو ځواکونو په هوايي بريدونو کې ۱۴ تنه ښځې او ماشومان وژل شوي دی.
په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو يو وياند ډېبرال ريچاردسن هم نيويارک ټايمز ورځپاڼې ته منلې ده چې په کندوز کې د ګډو ځواکونو په عملياتو يو شمير ملکي وګړي وژل شوي دي.
د کندوز د ولايتي شورا مرستيال صفی الله اميري رسنيو ته ويلي دي چې د ګډو ځواکونو په هوايي بريدونو کې ۱۴ ښځې او ماشومان وژل شوي دی.
د کندوز د والي وياند عصمت الله مرادي هم ولسي وګړو ته اوښتې مرګ ژوبله تائيد کړې ده خو کره شميره يې نه ده په ډاګه کړې.
د يادونې وړ ده چې تيره ورځ د کندوز د تلوکې سيمې اوسېدونکو د ولسي وګړو د وژل شويو جسدونو سره يو ځای د اعتراض په توګه د ولايت مقام مخې ته روان و خو په لاره کې يې امنيتي ځواکونو مخه ډب کړې وه او مخکې يې نه وو پريښي.
په کندوز کې له تيرو څلورو ورځو راهيسې د طالبانو او امريکايي عسکرو ترمنځ جګړه روانه ده چې امريکايانو هلته د خپلو دوو عسکرو د وژل کېدو خبر هم ورکړی دی خو طالبانو دا شميره پنځه ښودلې ده.