تر پنځو مراحلو وروسته، د اسلامي دولت ډلې خلافت ړنګ شو

نن ټکی اسیا (يكشنبه، ۴ وری ۱۳۹۸ل): د امریکا په ملاتړ جنګېدونکې وسلوال ځواک په سوریه کې د اسلامي دولت ډلې «داعش» د وروستۍ سیمې تر نیولو وروسته اعلان وکړ چې ددغې ډلې خلافت ته یې ماتې ورکړه.

تېره ورځ د سوریې دیموکراتیک ځواکونو ویاند «مصطفی بالي» اعلان وکړ چې نړۍ ته د داعش مزعوم خلافت د ړنګېدو زیری ورکوي.

نوموړي وویل، په سوریه کې د داعش وروستی مرکز «باغوز» ونیول شو او د دولت ډلې ماتې وخوړه.

د اسلامي دولت ډلې د زیږېدو څخه بیا تر ختمېدو پوري لاندي مهم پړاوونه ووهل:

د خلافت اعلان:

د کال ۲۰۱۴ جون میاشتې پر ۲۹مه نیټه یې په هغو سیمو کې د خلافت اعلان وکړ چې دوی په عراق او شام کې باندي واکمن وه.

دغه اعلان په یوه غږیږ پيغام کې د روژې میاشتې پر لومړي تاریخ وشو، او یادې ډلې خپل نوم «اسلامي دولت» ته بدل کړ، دوی خپل خلیفه ابوبکر البغدادي ونوماوه او ټول جغرافیايي نړیوال حدود یې لغوه اعلان کړل.

د همدې جون میاشتې پر لسمه دوی د عراق تر ټولو لوی ښار موصل نیولی وو، همداسي يې په یوه لوی برید کې د عراق پوځ ته ماتې ورکړه او د «نینوا» ایالت اکثره سیمې یې تر خپل واک لاندي را وستلي وې.

د هغه تر مخه یې په کال ۲۰۱۳ کې د سوریې په شمالي برخه کې «الرقه» او ختیځ کې «دیر الزور» ښارونه نیولي وو، او د حلب ښار ځیني سیمې يې هم تر کنټرول لاندي وې.

د خلافت د اعلان وروسته «الرقه او موصل» د اسلامي دولت ډلې د خلافت دوه بېل مرکزونه وو.

د جولايي میاشتې پر ۵مه نیټه (۲۰۱۴) ابوبکر البغدادي په یوه ویډیو کې را څرګند شو او مسلمانانو ته یې بلنه ورکړه چې د هغه سره پر خلافت بیعت وکړي.

د تطبیق مرحله:

په الرقه او موصل ښار کې د اسلامي دولت ډلې خپل شرعي قوانین د خپل منظور سره سم عملي کړل، دوی به د خیانت، ګوډاګیتوب او زنا په نامه خلک اعدامول، د ایزیدي طایفې ښځې یې مینځې وګرځولې او د شیعه توب او کفر په نامه یې خلک بې دریغه په بازارونو او چوکونو کې ووژل.

دوی به خپل د اعدام اکثریت پيښې د لا ویرې خپرولو لپاره پر انټرنیټ نشرولې او هغه سیمې چې ددوی تر کنټرول به لاندې نه وي، لوی لوی چاودنې او عملیات کول.

نړیوال ایتلاف:

د کال ۲۰۱۴ په سپتمبر میاشت کې د امریکا په مشري نړیوال ایتلاف په سوریه کې د لومړي ځل لپاره د اسلامي دولت ډلې پر مراکزو بمبار وکړ. په عراق کې يې له مخکې لا بمبار پیل کړی و.

په نړیوال ایتلاف کې تر ۷۰ زیات هیوادونه شامل وو، امریکا هغه مهال ۵ زره عسکر پر ځمکه هم کښته کړل.

شاتګونه:

د کال ۲۰۱۵ جنوري میاشتې پر ۲۶مه نیټه کردي ځواکونو د نړیوال ایتلاف په ملاتړ د اسلامي دولت ډله د «کوباني» یا عین العرب څخه شاتګ ته اړه کړه.

د همدې کال مارچ میاشتې پر ۳۱مه نیټه عراقي ځواکونو د عراق په شمال کې د «تکریت» ښار بیرته ونیوی، په همدې ورځو کې د سنجار، رمادي او فلوجه ښارونه د دوی له واکه ووتل.

د کال ۲۰۱۶ په اګست میاشت کې د دیموکراتیک سوریا ځواکونو د داعش څخه د «منبج» ښار ونیوی، بیا د ۲۰۱۷ په فروري میاشت کې د ترکي پوځ په ملاتړ ځینو دولت ضد تنظیمونو د جرابلس ښار د داعش څخه ونیوی.

د کال ۲۰۱۷ جولايي میاشتې پر لسمه نیټه د عراق لومړي وزیر حیدر العبادي اعلان وکړ چې د موصل ښار یې د داعش څخه په بشپړه توګه ونیوی.

پر دغه ښار عراقي ځواکونو او تنظیمي/مذهبي ملیشو د نړیوال ایتلاف په ملاتړ ۹ میاشتې دوامداره جګړه او بمبار وکړ.

د ۲۰۱۷ اکتوبر میاشتې پر ۱۷مه نیټه اسلامي دولت ډلې (داعش) خپل بل مرکز «الرقه» ښار له لاسه ورکړ، دغه ښار هم د سوریې دیموکراتیک ځواکونو ته په لاس ورغی.

د همدې کال ۲۰۱۷ په دیسمبر کې د عراق لومړي وزیر په اسلامي دولت ډلې پر ضد خپله بشپړه فتحه اعلان کړه.

د مزعوم خلافت زوال:

تېره ورځ (۲۰۱۹/۳/۲۳) د سوریې دیموکراتیک ځواک اعلان وکړ چې د اسلامي دولت ډلې «مزعوم خلافت» یې په بشپړه توګه له منځه یووړ او وروستی ور پاته سیمه یې هم له لاسه ووتله.

که څه هم په باغوز کې د اسلامي دولت ډلې «داعش» پر ضد عملیات پای ته رسیدلي او دغې ډلې بشپړه ماته خوړلې خو ویل کیږي چې د عراق او سوریې په صحرايي سیمو کې اوس هم شتون لري او شاوخوا نیژدو سیمو کې ګواښ را منځته کولای شي.

سرچینه: رسنۍ او الجزیره

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د