نړۍ

داسامه دوژلو یا نیولو په اړه ۱۰ کاله مخکي دپاکستان او امریکا ترمنځ پټه لوزنامه لاسلیک شوی وه

bush_mushrraf_and_karzai(نن ټکی اسیا می ۲۰۱۱/۱۰) ګارډین ورځپاڼه: لس کاله مخکي چي کله اسامه په دي وتوانیدي دتوری بوری له غرونو څخه دپاکستان په لور وتښتیږي، او امریکایانو غوښتل نوموړي که هرچیري وی باید تعقیب او له منځه یو وړل شي، نو هغه وو چي په هغه وخت کي دپاکستان ولسمشر او دفوځ لوی درستیز پرویز مشرف او امریکایانو ترمنځ یوه پټه لوز نامه لاسلیک شوه

په لوزنامه کي امریکایانو ته اجازه ورکول شوی ده، چي داسامه په اړه که هرچیري دپاکستان په خاوره کي دننه مالومات ترلاسه شول دامریکي حکومت بغیر له دي څخه چي دپاکستان حکومت په جریان کي واچوي عملیات کولای شي، په پټه لوزنامه کي داهم لیکل شوی دي، چي له عملیاتو څخه وروسته دپاکستان حکومت دخپل ولس دارامولو لپاره کولای شي چي دامریکي دیو طرفه عملیاتو په مقابل کي احتجاج وکړي چیغي او ناری دي شروع کړي، چي امریکایانو زمونږ خودمختاري ته په سپک نظر وکتل که اینده داسي وشی همچو غزا په وکړو،

ګارډین ورځپاڼي خبرورکړي دي وايی چي پورته لوزنامه دمشرف او بوش ترمنځ هغه وخت لاسلیک شوه کله چي اسامه له توري بوري څخه دپاکستان په لور راغي، دامریکي او پاکستان دځینو تقاعد شویو او موجوده چارواکو له خولي خبرورکوی چي په لوزنامه کي لیکل شوی دي، امریکا یان کولای شی اسامه او داسامه مرستیال ایمن الظواهری او داسامه دریم مرستیال که هرچیري په پاکستان کي دننه ولیدل شول امریکایان بغیر لدي څخه چي پاکستان په جریان کي واچوي عملیات کولای شي.

ګاردین ورځپاڼه زیاته وي، لاسلیک شوي لوزنامه به دپاکستان اوامریکایانو ترمنځ دایبټ اباد دعملیاتو پرسر شخړه نوره ګرمه کړي، دپاکستان حکومت په وار وار سره ناري وهي چي مونږ دایبټ اباد دعملیاتو په اړه هیڅ مالومات نه لرو، خو دپاکستان عسکری اوسیاسي ځیرو بیا دامریکایانو دعملیاتو په اړه سخت عکس العمل ښودلی دي، تیره ورځ دپاکستان لومړي وزیر سید یوسف رضا ګیلاني هم دپاکستان وپارلمان ته دوینا پرمهال وویل، کچیري دغه رنګه عملیات ددوهم ځل لپاره درسره شي دپاکستان حکومت حق لري چي په خپل پوره توان سره جواب ورکړي.

مشرف چي اوس له هیواد څخه بهر اوسیږي او دیوه نیوي ګوند مشری په غاړه لري یو له هغو سیاست مدارانو څخه دي چي دامریکایانو دبرید په اړه یی سخته قهر اوغوسه ښودلي ده او دغه برید یی دپاکستان پر خودمختاري باندي تیری بللی ده.

له بله لوري دګارډین ورځپاڼه دیوه لوړرتبه پاکستاني له خولي څخه خبر ورکوي او وایی چي پټه لوزنامه چي دمشرف او بوش ترمنځ لاسلیک شوی وه، دروان جمهوري حکومت په لومړیو شپږو میاشتو کي کله چي مشرف دهیواد صدر وو او یوه جمهوري حکومت ته اختیارات سپارل شوی وو، یو ځل بیا دپاکستاني فوځ او امریکایانو ترمنځ نوي شوه.

ګارډین ورځپاڼه      ژباړه بخت الرحمن بخت

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x