افغانستان

غزني او ننګرهار کې ګډو ځواکونو ۱۰ تنه ملکي وګړي وژلي دي

نن ټکی اسیا (يكشنبه، ۴ وری ۱۳۹۸ل): تیره شپه غزني زنخان ولسوالۍ کې امریکایي او کورنیو ځواکونو چاپه اچولې چې لس تنه ملکي وګړي یې وژلي او یوه مدرسه او مسجد یې نړولي دي.

د غزني ولایت څخه ورکړل شویو راپورونو کې راغلي چې یادو ځواکونو د زنخان اړوند د ګوګیر او فقیر کلیو باندې چاپه وهلې چې د مولوي نورالله په نوم یو دیني عالم مدرسه او د یاد کلي مسجد یې بمبار او بشپړ ویجاړ کړي دي.

راپورونو کې راغلي چې په مدرسه کې يې ۶ تنه کشران شاګردان وژلي او ۳ تنه نور یې ټپیان کړي دي او د فقیر کلا د کلي مسجد او ګڼ کورونه یې په بمونو الوزولي دي.

همدا راز تېره شپه دغو ځواکونو د ننګرهار ولایت بهسودو ولسوالۍ ګردي کڅ کې د ملکي خلکو پر کورونو باندې چاپه وهلې او څلور تنه عام خلک یې وژلي دي.

سیمه ییز خلک وایي چې یادو عملیاتو کې دوه تنه نور ټپیان شوي، ۴ تنه یې له ځان سره وړي او د خلکو له کورونو یې قیمتي اجناس لوټ کړي دي.

د ملکي خلکو وژنو داسې مهال زور اخیستی چې ولسمشر غني څو ورځې وړاندې ویلي وو د ملکي خلکو وژنې به صفر ته راټیټې کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x