عمر داودزی

عمر داودزی: د قطر غونډه به پر لویه جرګه تاثیر ولري

نن ټکی اسیا (يكشنبه، ۴ وری ۱۳۹۸ل): د سولې عالي شورا د دار الانشاء مشر عمر داودزي نن په یوه خبرې کانفرانس کې وویل چې په نظر یې د قطر بین الافغاني غونډه باید تر لویې جرګې وروسته وشي، ځکه چې په وینا یې کیدای شي پر لویه جرګه منفي تاثیر ولري.

نوموړي نن په یوه خبرې کانفرانس کې د قطر غونډې په اړه وویل چې د سولې شورا تر اوسه تصمیم نه دی نیولی چې په دغه غونډه کې به د سولې شورا یا دولتي پلاوی ګډون کوي او کنه، خو په وینا یې دغه غونډه د «سلطان برکات» په نامه یو اکاډمیک شخصیت جوړوي او طرحه یې د سولې شورا سره شریکه شوې ده.

عمر داودزي وویل، د سولې شورا او حکومت په کچه د قطر غونډې په اړه بحثونه روان دي، خو تر اوسه پرېکړه نه ده شوې.

نوموړي وویل د لویې جرګې د را بلونکي کمیسون د رئیس په حیث نظر لري چې د قطر غونډه باید تر لویې جرګې وروسته وشي تر څو افغانان قطر ته په مشترکه توګه په یوه نظر ورشي.

داودزي همداراز وویل چې په راتلونکي لویه جرګه کې کیدای شي طالبانو ته هم بلنه ورکړي ، خو دا چې هغوی اشتراک کوي او کنه، خپله خوښه به یې وي.

تمه ده چې د راتلونکي میلادي میاشتې اپریل پر ۱۴ او ۱۵مه نیټه (۲۵-۲۶ وری ۱۳۹۸ل) په قطر کې د طالبانو او افغان سیاسي شخصیتونو تر منځ یوه لویه بین الافغاني غونډه جوړه شي چې د ځینو راپورونو پر اساس کیدای شي په سلګونو تنه دیني عالمان، سیاسي شخصیتونه، د احزابو رئیسان، د پارلمان غړي، د مدني ټولنې فعالان، ژورنالیستان او د سیاسي چارو کارپوهان په کښي ګډون وکړي.

بلخوا حکومت اعلان کړی چې د سولې په اړه مشورتي لويه جرګه به د راتلونکې لمريز کال د غويي په نهمه نېټه (۲۹ اپریل ۲۰۱۹) جوړيږي او ددې مشورتي لويې جرګې د جوړېدو کميسيون مشري به عمر داودزی په غاړه لري.

د داودزي په وینا په دغه غونډه کې به د افغانستان د ټولو ولسوالیو څخه خلکو ته د ګډون بلنه ورکول کیږي او څلور ورځې به دوام کوي، چې په لومړۍ ورځ به افتتاحیه غونډه او د کمیټو جوړونه وي، چې پنځوس کمیټې به جوړي شي او د کابل پوهنتون استادان به د هغوی مخته د ولسمشر اشرف غني د فرمان په رڼا کې ۲۵ پوښتنې کښيږدي چې دوه دوه ټیمونه به یې ځوابوي.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
غوربندي
میلمه
غوربندي

دا شوری او تر شا یې د غني جګړه ماره نیمه اداره د سولې دښمن عناصر دي.