افغانستان

د قطر راتلونکې غونډه؛ ګډونوال يې ګډې پایلې ته د رسېدو هیله لري

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۴وری، ۱۳۹۷ل): هیله کېږي چې د را روانې میلادي میاشتې په نیمايي کې قطر کې له طالبانو سره د سیاسي استازو، مدني ټولنو، سیاسي اشخاصو، ژورنالیستانو، پارلمان غړیو او د ځينو ګوندونو استازو تر منځ شریکه ناسته وشي.

دا ناسته چې د مسکو له تېرې ناستې وروسته به د خپل ډول دویم ګام وي، په اړه يې ګډونوال هیله لري چې یوې ګډې پايلې ته به سره ورسېږي.

د مسکو ناستې یو تن ګډونوال چې ټاکل شوې قطر ناسته کې به هم برخه ولري، د جمعیت اسلامي ګوند د رهبري شورا غړی، محمد اسماعیل خان دی.

هغه وايي، هیله لري چې ټول د غوندې ګډونوال به یوې شریکې پایلې ته ورسېږي او غونډه به بې نتېجې ونه اوسي.

اسماعیل خان وايي، هیله لري، چې «ټول په ټولیز ډول داسې پایلې ته ورسېږي چې ټول ملت ته د منلو وي.»

په ورته وخت کې د سولې عالي شورا وايي دا غونډه به پر راتلونکې «مشورتې لويې جرګې» اغېز ولري، چې ټاکل شوې د راتلونکې میلادي میاشتې په وروستیو کې وشي.

د سولې عالي شورا د دار الانشاء مشر عمر داودزي نن په یوه خبرې کانفرانس کې وویل، د قطر بین الافغاني غونډه باید تر لویې جرګې وروسته وشي، ځکه چې په وینا یې کیدای شي پر لویه جرګه منفي تاثیر ولري.

ویل کېږي د قطر غونډې ته د پخواني ولسمشر حامد کرزي په مشرۍ شاوخو اتیا کسیز پلاوی برابر شوی دی، چې په ولسي جرګه کې د روزګان د خلکو پخوانی استازی عبیدالله بارکزی هم بلل شوی و.

بارکزی چې د سولې د هڅو فعال او په یو غږیز کليپ کې یې د خپلو فعالیتونو له امله اندېښنه ښوودلې وه، د امریکایانو، لاسپوڅو او «لنډه‌غرو» له لوري د وژل کېدو شېبې شېمرې، نوموړی تېره ورځ کندهار کې د حکومت په وینا «نامعلومه وسله‌والو» وواژه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غوربندي

په بين الافغاني غونډو کې بايد نوې څېرې شاملې کړل شي تر څو د پېژندل شوو اشخاصو او کارول شوو مهرو ګډون تر سيوري لاندې ونيسي.

جميل

که د دی اتيا کسو نومان او شهرت ، پخوانی او اوسنی دندی يی په ډاګه شی نو دا به جوته شی چی دوی ټوله او يا ډيری يی غلامان وه او غلامان دی ، د غلامی خوند د دوی د سرو څخه په آسانی نه وزی لکه پخوانی کمونسټان چی ډيری يی اوس هم په همهغه بی دينه عقيده ولاړ دی ، خبره دا نده چی دوی پر کمونسټی او يا نوی امپرياليزم عقيده لری اصلی خبره دا ده چی دوی ډير بی ايمانه ، بيغيرته او پلورل شوی خلګ دی د دوی اصلی دښمنی د اسلام سره ده… نور لوستل »

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx