د طالب مرکچي پلاوي غړي

شنونکي: طالبانو هغه امتیاز پخوا اخیستی، چې اشرف غني يې اوس فکر کوي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۴وری، ۱۳۹۷ل): محمد اشرف غني د عسکرو د پرلپسې تسلیمۍ، پراخو تلفاتو او د طالبانو وروستیو پرمختګونو ته په اشارې ویلي چې تر سولې وړاندې دا ډول «تشدد» تل زور اخلي.

هغه مخامخ د طالبانو نوم وانه خیست، خو په وینا يې د هغوی پرمختګونه «باید زموږ د دایمي وېرې سبب نه شي.»

غني چې وړاندې يې هم دا ډول څرګندونې کړې، تېره ورځ کابل کې یوې غونډې ته وویل چې له اوسني وضعیته هم طالبان د زیات امتیاز اخیستو هڅه کوي.

خو سیاسي شنونکی علي امیري وايي طالبانو هغه امتیازات چې اشرف غني يې اوس فکر کوي، ډېر وړاندې تر لاسه کړي او اوس امتیازاتو اړتیا نه لري.

هغه له ازادي راډیو سره خبرو کې د طالبانو تر لاس لاندې پراخه ساحه یاده کړې او ضمناً يې وویل چې طالبانو اوس سیمه کې «په نسبي ډول زیات سیاسي مشروعیت تر لاسه کړی دی.»

د امیري په وینا په نړۍواله کچه له امریکا سره خبرې اترې کوي، له روسانو سره اړیکه لري، «پاکستان مرسته کوي» نو طالبانو هغه ډول امتیاز ته چې اشرف غني اشاره کوي، هیڅ اړتیا نه لري.

دا په داسې حال کې دی چې حکومت د سولې د روانو هڅو پر وړاندې هم واحد دریځ نه لري، څه موده وړاندې د امنیت شورا سلاکار حمدالله محب وویل چې زلمی خلیلزاد «خپلې ګټې» پکې لټوي، خو نن د سولې شورا وویل چې هغه له دوی سره پر همغږۍ پر مخ ځي.

د سولې عالي شورا د دارالانشاء مشر عمر داودزي نن خبري کنفرانس ته وویل، خلیلزاد له طالبانو سره د خبرو اترو په اړه «هره ورځ» محمد اشرف غني ته راپور ورکاوه.

په ورته وخت کې اجراییه رییس د سولې د روانې پروسې د تایید تر څنګ د الماني چارواکو هغه اقدام ستایلی، چې ځواکونه به يې روان کال هم افغانستان کې پاتې شي.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د