افغانستان

اجراییه رییس د الماني ځواکونو پاتې کېدل ستايي خو «سوله» هم غواړي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۴وری، ۱۳۹۸ل): اجراییه رییس عبدالله عبدالله د المان پارلمان د هغه اقدام هرکلی کړی، چې په افغانستان کې د خپلو ځواکونو د پاتې کېدو پرېکړه يې کړې ده.

د المان پارلمان وړمه د رایو په اکثریت پرېکړه وکړه، چې د ناټو تر چتر لاندې دلته مېشت عسکر به يې د یو بل کال لپاره هم پاتې شي.

اجراییه رییس عبدالله عبدالله ويلي، د افغان عسکرو په روزلو، تمویل او مشوره کې الماني ځواکونو د پام وړ رول لوبولی دی.

المان د ناټو تر چتر لاندې د ۱۳۰۰ عسکرو د مېشتېدو واک لري، چې د الماني سرچینو په وینا اوس ۱۲۰۰ تنه عسکر مزارشریف ښار کې مېشت دي.

دویچه‌وله لیکي، تر اوسه پورې ۵۸ تنه الماني عسکر روانه جګړه کې وژل شوي دي.

د المان پارلمان وروسته له هغه پر دې موضوع بحث وکړ، چې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د ممکنه وتلو څرګندونې وشوې.

اجراییه رییس په داسې حال کې د ناټو تر چتر لاندې د الماني ځواکونو د پاتې کېدو هرکلی کوي، چې ورسره په څنګ کې د سولې د روانې پروسې اړوند هم د تایید څرګندونې لري.

دا په داسې حال کې دی چې طالبانو پرلپسې ټينګار کړی، چې که یو بهرنی پوځي هم دلته مېشت وي د دوی مبارزه به دوام ولري.

د شنونکو په باور د سولې پروسې د بریا لپاره مهمه ده چې د جګړې علتونه له منځه یووړل شي او له ټولو اړخونو د حسن نیت څرګندونه وشي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x