فراه؛ د جوین پر امنیه قومندان چاودنه شوې

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۴وری، ۱۳۹۸ل): فراه کې د جوین ولسوالۍ په لاش کلا سیمه کې د دې ولسوالۍ پر امنیه قومندان چاودنه شوې چې مرګ‌ژوبله يې اړولې ده.

طالبان وايي، دې چاودنه کې قومندان سخي ټپي شوی، خو دوه عسکر وژل شوي دي.

طالبانو په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، قومندان سخي او د هغه دوه نور پولیس ټپیان شوي دي.

د فراه ځايي چارواکو په دې اړه تر اوسه څه نه دي ويلي او نه هم د امنیه قومندان د روغتيايي وضعیت په اړه تازه معلومات تر لاسه شوي دي.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د