ورزش

روسیه کې د څپيړو وهلو سیالۍ ترسره شوه – ویډیو

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۴ وری، ۱۳۹۸ل): د روسیې هېواد په کراسنایارسک ښار کې د څپيړو وهلو حیرانونکې سیالۍ ترسره شوه، چې په کې سختو دروند لاسو کسانو ګډون وکړ.

دغه سیالۍ د مارچ میاشتې په ۱۷مه او ۱۸مه نېټه ترسره شوې، د سیالۍ قانون دادی چې دواړه سیالان تر هغې یو بل په څپيړو وهي تر څو یو ماتې ومني، خو که چیرې یو هم ماتې ونه مني بیا لوبڅار د ښو او درندو څپيړو وهلو ته په کتلو د ګټونکي پریکړه کوي.

د څپيړو وهلو سیالۍ د یوې خپرونې پرمهال ترسره شوه چې په کې ناستو کسانو هم ګډون وکړ، او ګټونکې ته به جایزه ورکول کیده.

د سیالۍ پرمهال دوه کسان د میز یوې او بلې خواته ولاړ وي او وار په وار پخپل سیال پرمخ د څپيړو وار کوي، هر کس درې څپیړې وهي، که د څپیړو پرمهال سیال کس ماتې ونه مني بیا لوبڅار د څپيړو پیاوړتیا، تخنیک او د ټول لاس لګولو ته په کتلو پریکړه کوي.

همدا ډول په غوږ، سترګه او سر وهل سخت منع وو او ترسره کونکی یې له لوبې کښینول کیده او یا یې هم نمبرې کمیدلې.

دغه سیالۍ یوه روسي کروندګر «ویسلي کاموتسکي» چې ۲۸ کاله عمر او ۱۶۸ کیلو وزن یې درلود وګټله، دده سیالان چې دده د وزن په نیمایي وو په یوه څپیړه وهلو کې له سیالیو بهر کول، نوموړي ۴۷۰ امریکايي ډالر جایزه وګټله.

https://youtu.be/8nUiC5RrI_A

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
خان

واسه احمقه لوبه ده

غوربندي

بيخي د په څټ زامن دي

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x