تعليمي کال واوښت، خو د اشرف غني د زرګونو ښوونځيو ژمنه لادرکه ده

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۴وری، ۱۳۹۸ل): محمد اشرف غني د تېر تعلیمي کال په پیل کې وویل چې نیمايي ښوونځي ودانۍ نه لري او دی به یوه کال کې شپږ زره ښوونځي جوړ کړي.

هغه ټينګار وکړ چې د دې ښوونځيو لپاره د ښار جوړونې او کلیو او پراختیا وزارتونو او د سیمه‌ییزو ارګانونو ادارې لویه پروژه په پام کې لري چې دوه سوه میلیونه ډالر ورته ځانګړي شوي دي.

تر دې ژمنې کال واوښت، خو لا هم د پوهنې وزارت چارواکي پوهنیز وضعیت هماغسې بولي او وايي چې نیمايي ښوونځي لا هم ودانۍ نه لري.

دوی نه دي ويلي چې دې «لويې پروژې» ته ځانګړي شوي دوه سوه میلیونه ډالر لګول شوي، کنه؟

د دې وزارت د عمومي زده کړو مرستیال محمد ابراهيم شینواری وايي، پنځوس سلنه زده کوونکي لا هم د زده کړو لپاره سرپنا نه لري.

هغه وايي نیت لري چې روان کال کې به له ۱۲ تر ۱۵سوو پورې ښوونځي جوړ شي، چې ورته ۸۳ میلیونه ډالر ځانګړي شوي دي.

د دې سرچینې په وینا روان کال کې شاوخوا یو میلیون نوي زده کوونکي ښوونځيو ته تللي دي.

محمد اشرف غني د واک په لومړیو کې هم له ښوونکو سره ګڼې ژمنې وکړې، خو د تطبیق يې کوم درک ونه لګید.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د