نړۍ

ټرمپ رسما د «سوریې» جولان سیمه اسرائیل ته امضا کوي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۴وری، ۱۳۹۸ل): د اسرائيل سرپرست بهرنیو چارو وزیر «یسرایل کاتس» پر خپل ټویټر لیکلي چې ټرمپ به د اسرائیلي لومړي وزیر نتنیاهو سره د ملاقات پر مهال رسما یوه تفاهمنامه لاسلیک کړي چې له مخې يې د «جولان» ټاپو د اسرائیل ځمکه وبلل شي.

نوموړي ویلي چې د اسرائیل او امریکا اړیکې تر بل هر وخت یو بل ته ډیرې نیژدې دي.

ددې تر مخه د امریکا ولسمشر ټرمپ د تیرې پنجشبنې په ورځ وویل، وخت را رسیدلی دی چې د جولان ټاپو د اسرائیل ځمکه وبلل شي.

د سوریې حکومت د ټرمپ پریکړې غندلې ده، او ویلي يې دي چې د نوموړي اعتراف او لاسلیک به کله هم د جولان ټاپو حقیقت بدل نه کړي او پر ملګرو ملتونو یې غږ کړی چې د یوې رسمي اعلامیې په خپرولو سره خپل موقف واضح کړي.

د جولان ټاپو چې ۱۲۰۰ کیلومتره مربع مساحت لري، اسرائيلي ځواکونو د کال ۱۹۶۷ څخه اشغال کړی خو ملګرو ملتونو هغه مهال د یوه قرارداد (۲۴۲) له مخې دغه ځمکه د سوریې بللې وه او د اسرائیل څخه یې د شاتګ غوښتنه کړې وه.

د کال ۱۹۸۱ په دیسمبر کې د اسرائیل پارلمان د جولان ټاپو یو ځل بیا د اسرائیل برخه وبلله خو هغه وخت هم د ملګرو ملتونو امنیت شورا دغه پریکړه وغندله او د اسرائیل څخه یې غوښتنه وکړه چې بیرته یې سوریې ته وسپاري.

د جولان نقشه
ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
حکیمي

په ۱۹۷۱ کې دسوریې حکومت ښایي له داخلي کشمکش سره مخ نه وو کولای یې شوای چي ټول تمرکز داسرایلوسره جګړې باندې کړي که طالبانو په ۲۰۰۱ کال ملګروملتونو ته شکایت کړی وای ښایي له افغانستان نه امریکایان نه وای وتلي مګرنن به تاسو ګورۍ ملګري ملتونه به ورته ګوري امریکایان به دجګړې دبایلونکو په توګه له افغانستان څخه اوزي
یوازې توره کولای شي چي دخاورې دغاصبینو سترګې رااوباسي
خومتاسفانه داتوره اوس داسریلو په لاس کې ده
او اعراب له شیطانت او دخپلو خلکوله وژلوپرته بل کارنه لري

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close