د سولې مذاکرې د وسله وال مقاومت (طالبان) او امريکايانو تر منځ

عبدالهادى دولت زۍ ـ لندن

وسله وال مقاومت او امريكايانو تر منځ د سولې مذاکراتو د شپږم پړاو په درشل کې ، ټول افغانان په بيصبرۍ سره سترګې په لار او هيله لري چه دا مذاکرات به مونږ يو تلپاتى او عزتمندې سولې ته ورسوي. په داسې حال کې چه د يوې خوا ځينې ګاونډي او د منطقې هيوادونه د خپلو ګټو د خوندي کيدو هڅې کوي او د بلې خوا کورنۍ ځينې کړۍ چه د اشغال زيږنده بلل کيږي او سولې ته يواځى هغه وخت راضى کيږي چه( لکه د بن په کنفرانس کې) دولتي قدرت د يو سهامي شرکت په بڼه د دې کړيو تر منځ وويشل شي. نو په داسې يو فضا کى د مذاکرو دواړه خوا ( امريکا او طالبان) ته په کار ده چه د ” صداقت” او “قاطعيت” نه کار واخلى، او په بين الافغانى ناستو کې ټول ګډونوال ملى ګټو ايجابات په نظر کې ونيسي، نه خپلې شخصى ګټى.

د سولې په مذاکراتو کې څلورو مهمو موضوعګانو ته کتنه:

اول :ـ افغانستان نه د بهرنيو ځواکونو وتل :

داپه مذاکراتو کې ټولو نه مهمه موضوع ده ، نو وسله وال مقاومت له خوا لاندې ځينى ټکو ته ډيره پاملرنه په کار ده:

الف :ـ بهرنيو پوځونو وتل په دې معنى چه د “نظامي” پوځونو سره جوخت ، ټول “شبه نظامى” پوځيان که د امنيتى خصوصى کمپنىprivate Security Company )) او يا په هر نامه چه وي، بايد د افغانستان نه ووځي. د دوى د سفارتونو او نورو تأسيساتو د امنيت موضوع، افغانستان د دولت مسوءليت دۍ.

ب :ـ بهرنيو ځواکونو د وتلو موافقه ليک نه يواځې امريکا متحده ايالاتو سره بلکه د ناتو سازمان او هر هغه نورو هيوادونو سره چه په افغانستان کې نظامي حضور لري، امضا شي.

ج :ـ د پوځونو د وتلو بهير به ښه وي چه په تدريجى توګه د دواړو خوا و په موافقه د يو پلان په چوکاټ کې تنظيم شي. سولې په وړاندې د بهرنيو او کورنيو دښمنانو د احتمالى تهديدونو په خاطر ، که دواړه خوا د ځينى محدودو بهرنيو سرتيرو د مٶقتى پاتي کيدو باندى توافق کوي، د دې محدودو سر تيرو حضور بايد قانونمند شي. دوى به په خپلو هډو کې دننه اوسيږي ، او د افغانستان په کورنيو او بهرنيو چارو کې هيڅ ډول مداخله نه کوي او افغانستان د خاورې نه به د نورو هيوادونو پر ضد هيڅ ډول نظامي عمليات نه تر سره کوي.

د :ـ بهرني پوځونه د وتلو په جريان کې خپل نظامي تجهيزات او مهمات افغانستان دولت ته وسپاري.

ه :ـ طالبانو او امريکا تر منځ د جګړې اصلي دوه اړخونو په حيث، د موافقه ليک امضا کيدل، په سياسى لحاظ مشروعيت لري او دسولې لپاره مهم ګام حسابيږي، خو دې له پاره چه دا موافقه ليک حقوقى مشروعيت هم ولري ، ضرور ده چه د دوه دولتونو يا حکومتونو تر منځ امضأ شي.

دا کار هغه وخت کيداى شي چه د افغانستان موجوده حکومت خپلې ټولې حکومتي چارې، مٶقت حکومت ته وسپاري او طالبان چه د افغانستان نيمې نه زياته خاوره په ولکه کې لري او د وسله وال مقاومت په حيث امريکا سره د سولې موافقه ليک امضأ کوي، په مٶقت حکومت کې مسلطه ونډه ولري. په دې ډول د مٶقت حکومت په رأس کې د امريکا سره د موافقه ليک امضأ، حقوقى مشروعيت لرلۍ شي.د مٶقت حکومت وظيفې او مسءوليتونه به په بين الافغانى ناستو کې په تفصيل سره معلوميږي، او ورسته به لويه جرګه د مٶقت حکومت د تأييد، اساسى قانون کې تعديلات او نورو مهمو ملي مسايلو له پاره دايريږي.

دويم :ـ افغانستان خاوره د نورو هيوادونو پر ضد نه استعماليدل :

دا د نړيوال پيژندل شوي حقوقى موازينو ، د اسلامى شريعت او افغانى دودونو سره مطابقت لري چه افغانستان د خپلې خاورې نه ، د نورو هيوادونو پر ضد، هيڅ چا ته اجازه ور نکړي. خو دا ضمانت که طالبان د وسله والو مخالفينو په حيث وکړي، نو يو ستونځمن کار دۍ. په تيرو لسيزو کې بهرنۍ استخبارتى کړۍ په فعاله ډول دهيواد په غميزې کې شامل وه ، که د سولې راتلو سره د دوى ګټې خوندي نه وي، نو دوۍ د کورنى اجنتانو او د سولې دښمنانو په مرسته، په آسانۍ سره ستونځې ايجادولۍ شي.

نو ښه به دا وي چه د حقوقى ارزښت ورکولو په خاطر دا موافقه ليک د امريکايانو او د افغانستان مٶقت حکومت تر منځه لاسليک شي. خو طالبان اوس د سولې د مذاکراتو چټکولو په خاطر، د وسله والو مخالفينو په حيث چه بين المللى اٸتلاف سره په ټول افغانستان کې جنګيږي ، کولاى شي د سولې موافقه ليک امضأ کړي.

بين المللى تړونونه او موافقتنامې يو اړخيزه کيدلاى نشي. که امريکا او بين المللى اٸتلاف، افغانستان نه دا ډول ضمانت غواړي، دوۍ هم بايد ضمانت وکړي چه پر افغانستان باندې د بهرنيو هيوادونو هيڅ ډول مداخلې ته اجازه نه ورکوي.

دريم :ـ بين الافغانى مذاکرې :

وروسته له هغه چه په پورتنيو دوه موضوعګانو موافقه وشوه ، په بين الافغانى مذاکرو کې ، د ټول افغانستان ملت په نمايندګى به قومي مشران ، دينى عالمان ، ځينې سياستوال ، علمي شخصيتونه ، د ښځو او ځوانانو پلاوي په مذاکراتو کې ګډون او د ملت غوښتنو سره برابر د يو نظام د جوړيدو او نورو مهمو مساٸلو باندې بحثونه او مذاکرې کوي . دلته سوالونه پيداکيږي چه :

الف :ـ طالبانو مشران او موجوده حکومت سره خبرې وکړي ؟

دا ټولو ته څرګنده ده چه د تيرو ولسمشرى ټاکنو کې، دواړو خواوو يو د بل پر ضد د درغليو اثباتيه سندونه وړاندې کول ، نو د دواړو خواوو رأيې بايد باطله اعلان شوې وۍ، مګر د امريکې د بهرنيو چارو وزير په امر، يو غير قانونى تش په نامه”ملى وحدت” حکومت جوړ شو او تر اوسه چه د دې حکومت وخت په نږدې موده کې ختميږي، لوړ پوړي چارواکې ٸې د سر پرست په توګه چارې تر سره کوي. او د ځينو حقوقى دليلونو په نظر کې نيولو سره، دموجوده حکومت سره خبرې په کار ندي.

ب :ـ يواځې نورو افغانانو او سياسيونو سره غونډې (لکه د مسکو غونډه ) ؟

دا به بين الافغاني تفاهم لپاره ګټور وي، خو د مسکو غونډې په شان بايد محدوده نه وي. دا غونډې بايد د ټول هيواد وګړو نه نمايندګى وکړي ، نه دا چه يواځې سياسى ټيکه داران په کې بېا يواځې د خپلو شخصى ګټود خوندي کولو لپاره هڅې وکړي.

ج :ـ نورو افغانانو او سياسيونو سربيره ، د موجوده حکومت سره خبرې ؟

د موجوده حکومت ځينې غړي دحکومت په استازيتوب نه، بلکه د افغانانو په حيث غونډه کې ګډون کولاى شي.

سولې د مذاکرو بهير يو ډير پيچيدلۍ کار دۍ، په دې حساس وخت کې چه د څلورو لسيزو غميزې ختمولو ته يو ښه چانس برابر شوۍ دۍ، صبر، حوصله او د يو او بل زغمل به ان شاء الله زمونږ ګران هيواد يو تلپاتې او عزتمندې سولې ته ورسوي. دغه تګلاره به ټولو نه غوره لار د بين الافغاني مذاکرو دپاره وي.

د :ـ نوي مٶقت حکومت سره خبرې او مذاکرې ؟

دا کيدلاى شي يو بل بديل وه اوسي، خو دا دې پورې اړه لري چه د طالبانو د مشرتابه څه نيت دۍ؟ که دوى غواړي چه په مٶقت حکومت کې ونډه ولري، نو دوۍ ته په کار ده چه قوي موقف په کې ځانته کړي او مهمې چارې لکه( دفاع، امنيت ، کورنيو ، بهرنيو ، عدليه او دماليه وزارتونه ، ستره محکمه او لوى څارنوالي) په لاس کې ولري.

په دې صورت کې د مٶقت حکومت سره خبرو ته ضرورت نه پيداکيږي، ځکه دوۍ به خپله په کې پياوړۍ حضور ولري.

او که دوۍ نه غواړي په مٶقت حکومت کې ونډه ولري نو په دې حالت کې به بيا د مٶقت حکومت سره هر اړخيزې خبرې او مذاکرې کوي اوپه ګډه به د زمونږ مسلمان ملت د پاره به د دوۍ دخوښې نظام د جوړيدو لاره هواروي.

نوۍ مٶقت حکومت به د ناپيلي او مسلکي کسانو نه دښايسته سالارۍ پر بنسټ جوړيږي او د حکومت هر غړۍ به خپلې دندې ته د مسٸوليت قبلولو د زاويى څخه ګوري ، نه د امتياز تر لاسه کولو.

څلورم :ـ د ټولو اړخونو له خوا اوربند :

سولې په مذاکرو کې بله مهمه موضوع د اوربند پر سر موافقه ده ، موافقه ليک د امضأ سره جوخت چه اوربند به هم په کې شامل وي ، دټولو ښکيل اړخونو له خوا به اوربند اعلانيږي او د افغانستان په ټوله خاوره کې به ژر تر ژره په عملي توګه پلې کيږي.

وروسته له دې چه پر پورتنيو څلورو موضوعګانو دواړه خواوې موافقى ته ورسيدل، دې لپاره چه موافقه ليک حقوقى وزن پيدا کړي، نو ښه به دا وي چه د مٶقت حکومت له خوا، له امريکا، ناتو او په مجموع کې بين المللي اٸتلاف سره امضأ شي. او د موافقه ليک د ضمانت کوونکو په حيث دې د ملګرو ملتونو سازمان، اسلامي هيوادونو د کنفرانس سازمان ، لرې او نږدې ګاونډي هيوادونه( روسيه، چين، پاکستان، ايران ، هندوستان)، سعودي عربستان او قطر هم د موافقه ليک په پاى کې امضأوکړي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د