ورزش

آی پي ایل: د راشد خان لوبډلې لومړۍ لوبه کې ماتې وخوړه

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۴ وری، ۱۳۹۸ل): د هندوستان کورني لیګ دولسم پړاو سیالۍ د شنبې په ورځ پېل شوې چې په افتتاحي سیالۍ کې د دهوني لوبډلې د ویرات کوهلي لوبډلې ته په لومړۍ سیالۍ کې ستره ماتې ورکړه.

د یادو سیالیو په دویمه ورځ د راشد خان لوبډلې «سنرایزز حیدراباد» خپله لومړۍ سیالۍ د کلکته نایټ رایډرز لوبډلې پر وړاندې ترسره کړه چې له سختې لوبې وروسته له ماتې سره مخ شوه.

په یاده سیالۍ کې د ډیویډ وارنر په زړه پورې توپوهنې سره سنرایزز لوبډلې کلکتې لوبډلې ته په ټاکلو شلو اورونو کې د «۱۸۲» منډو هدف وټاکه، وارنر چې ۱۲ میاشتې وروسته لوبو ته راستون شوی و «۸۵» په زړه پورې منډې جوړې کړې.

په ځواب کې کلکتې لوبډلې ټاکلی هدف په وروستي اور کې د انډري رسل په برق رفتار توپوهنه بشپړ کړ، یو مهال لوبه د راشد خان لوبډلې په طرف وه خو د انډري رسل اسمان څکو شپږیزو د سیالۍ اړخ بدل کړ.

انډري رسل په وروستي وخت کې چې لوبډلې ته یې د شپږیزو وهلو اړتیا وه، په ۱۸ توپونو ۴۹ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې، نوموړي ۴ سترې شپږیزې او ۴ څلوریزې ووهلې چې د لوبې غوره لوبغاړی هم ونومول شو.

راشد خان په یاده لوبه کې څلور اورونه وکړل، په بدل کې یې ۲۶ منډې ورکړې او یوه مهمه ویکټه یې واخیسته، نوموړي د خپلې لوبډلې په ګټه مهمه ویکټه واخیسته خو په بریا کې یې مرسته ونشوه کړای. په ننۍ لوبه کې محمد نبي نه و اخیستل شوی.

تېره ورځ د ویرات کوهلي او ایم ایس دهوني لوبډلو ترمنځ سیالۍ ترسره شوه چې په کې د ویرات کوهلي لوبډله د نوموړي او نورو سترو لوبغاړو په ګډون یوازې ۷۰ منډې جوړې کړې، ټاکلی هدف د ډهونې لوبډلې په ۱۸م اور کې بشپړ کړ.

باید وویل شي چې د یادو سیالیو په لړ کې د مجیب الرحمن لوبډله «کینګز الیون پنجاب» سبا د دوشنبې په ورځ د راجستان رائلز لوبډلې پر وړاندې د ماښام په «۷» بجې سیالۍ ترسره کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx