کرېکټ: پاکستان ته د استرالیا په لاس پرلپسې دویمه ماتې

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۴ وری، ۱۳۹۸ل): د پاکستان او استرالیا لوبډلو ترمنځ د پنځو یو ورځنیو سیالیو لړۍ په عربي اماراتو کې د پاکستان په کوربه توب پېل شوې ده.

دغه یو ورځنۍ سیالۍ چې لومړۍ لوبه یې د جمعې او دویمه یې نن د یکشنبې په ورځ ترسره شوه، پاکستان لوبډلې د استرالیا لوبډلې په لاس پرلپسې دویمه ماتې وخوړه.

په لومړۍ سیالۍ کې د حارث سهیل سلیزې په مرسته پاکستان لوبډلې په ټاکلو پنځوس اورونو کې «۲۸۱» منډې جوړې کړې وې، چې استرالیا لوبډلې په ځواب کې د لوبډلمشر آرون فینچ په زړه پورې سلیزې په مرسته ټاکلی هدف د درې لوبغاړو په سوځېدلو په ۴۹ اورو کې بشپړ کړ.

په ننۍ سیالۍ کې چې پاکستان لوبډلې یو وار بیا لومړی توپوهنه وکړه د محمد رضوان سلیزې او شعیب ملک نیمه سلیزې په مرسته استرالیا ته د «۲۸۵» منډو هدف وټاکه.

په ځواب کې د آرون فینچ او عثمان خواجه په زړه توپوهنې سره استرالیا ټاکلی هدف د ۲ لوبغاړو په سوځېدلو په ۴۸م اور کې بشپړ کړ، آرون فینچ د یادې لړۍ پرلپسې دویمه سلیزه هم ووهله، نوموړي د ۶ شپږیزو او ۱۱ څلوریزو په مرسته «۱۵۵» ناسوځېدلې او عثمان خواجه «۸۸» منډې جوړې کړې.

د پاکستان لوبډلې لخوا په توپ اچونه کې یوازې یاسر شاه یوه ویکټه واخیستله، یو لوبغاړی رن اوټ شو خو نور ټول توپ اچونکي له ویکټې اخیستلو بې برخې پاتې شول.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د