شیخ احمد یاسین څوک ؤ؟

ژباړه او ټولونه: حیات پکتین

نن د اسلامي نړۍ د هغه ځلانده ستوري پنځلسم تلین دی چا چې د اسلامي مبارزې لارویانو ته له غیرت او استقامت څخ ډک او ځلانده تاریخ پریښود.

دا شیخ په (۱۹۳۶م) کال د فلسطین په الجوه نومي کلي کې په یوه غریبه او بزګره کورنۍ کې زیږدلی دی؛ شیخ احمد یاسین یادوم.

شیخ یاسین پنځه کلن و چې پلار یې وفات شو، دا چې کورنۍ د غریبۍ له امله بزګري او ماهی نیول، شیخ یاسین هم د خپل د کلي ښوونځۍ او درس د غریبۍ له امله ترک او له خپلو مشرانو وروڼو سره کاروبار ته مخه کړه.

شیخ احمدیاسین د خپل عمر په شپږ کلنۍ کې دریاب کې لامبیده چې سر یې له ځمکې سره ولګېد او د سر و غاړې د رګونو د صدمې له کبله د عمر تر پایه فلج او ټول عمر په بایسکل کې یې ګرزاوه.

شیخ یاسین فلج کېدو ناهیلی نه کړ، بلکې د خپلو زده کړو د تکمیل په موخه د مصر الازهر پوهنتون ته لاړ؛ کله چې له ازهره فارغ شو خپل پلارني ټاتوبی ته بیرته راغی او په غزه کې یې په درس او تدریس پیل وکړ.

په (۱۹۶۷م) کال کې چې کله عربي هیوادونو د اسرایلو پر وړاندې ماته وخوړه، شیخ احمد یاسین د “العباس” د جامع جومات له ممبر څخه فلسطیني وګړي د شهادت ویاړونو او د جهاد په لار کې سرښیندنې ته وهڅول.

په (۱۹۸۴م) کال کې شیخ یاسین د اسرایلو ترهګرو له لوري د نظامي فعالیتونو په بهانه ونیول شو، او په عمري بند محکوم شو، خو شیخ یاسین لا یو کال په زندان کې نه و تیر کړی چې د”جبه خلق” د هڅو په پایله کې د اسرایلی جنایتکارانو په تبادله کې له بند څخه ازاد شو.

دغه شل او فلج احمدیاسین د زندان څخه تر خلاصونه وروسته له خپل هوډ څخه په شا نه شو بلکې په (۱۹۸۷م) کال کې له خپلو ملګرو هریو:
۱- دکتور عبدالعزیز.
۲- شیخ محمد شمعه.
۳- عبدالفتاح دخان.
۴- دکتور ابراهیم الیازوری.
۵- شیخ صلاح سحاد.
۶- اینجینر عیسی النشاد.
سره د “حماس” په نوم د جهادی غورځنګ بنسټ کیښود.

داچې شیخ یاسین د حماس جهادي غورځنګ په را منځ ته کېدو د اسرایلو پر وړاندې جهادي نظامي او استشهادی عملیات ګړندی کړل، او له اسرایلو ترهګرو سره په هیڅ صورت سولې ته حاضر نه و.

او کله چې اسرایلو د شیخ یاسین ځیرکتیا، علمیت او جهادی مبارزینو کې یې د نوموړی محبوبیت ولید، او اسرایلی ترهګر په دې پوه شول چې شیخ یاسین له اسلامی نړۍ او نورو جهادي خوځښتونو سره ښې اړیکې د مسلمانانو د قوت لوی لامل ګڼي.

او د اسرایلی ترهګرو په دې سر خلاص شو چې شیخ یاسین د فلج په حالت کې د تاریخ یوه نمونه او د اسلام د دښمنانو تبلیغات په ځیرکتیا څاري او د شنډولو لپاره یې پلانونه جوړوي. او اسرایل په دې هم پوه شول چې شیخ یاسین د جهاد تر څنګ د فلسطیني ځوانانو او وکړو لپاره خیریه ټولنې، صندوقونه او مدرسی و ښوونځي جوړوي؛ د ځکه د اسرایلی ترهګرو، دغه د اسلامی امت د وخت محمدبن قاسم ونه شوی زغملی او په (۲۰۰۴) د مارچ په(۲۲) مه چې کله شیخ احمد یاسین سهار مهال له جومات څخه د کور په لور روان و؛ د اسرایلو ترهګرو له لوري په نښه او د خپل یوه نږدې ملګری ابراهیم الیازروی په ګډون د اسرایلی چورلکو لخوا وویشتل شو او شیخ یاسین خپلې اصلي موخې ته په رسېدو د شهادت لوړ مقام ته ورسېد.

هو؛ شیخ یاسین شهید شو، خو په شهادت یې
د فلسطین جهادي غورځنګ او حماس حرکت جهادی فعالیت ټکنی نه شو بلکې تر اوسه پورې د اسرایلی صهیونستانو پر وړاندې په وسلواله مبارزه بوخت دي، او شیخ یاسین په خپل شهادت سره د اسلام د لارې مبارزینو ته یو راز ور په ګوته کړه او هغه داچې د انسان جسمي او علمي نیمګړتیا د حق د لارې او مبارزې لپاره خنډ نه بلکې هر څوک کولای شي چې د اسلامي مبارزي په خدمت سره خپل تل پاتې ژوند روښانه او راتلونکي نسل ته له ننګ او له شهامته ډک تاریخ پریږدي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د