عبیدالله بارکزی

عبیدالله بارکزی چا وواژه؟

سید احمد غزنوي

عبیدالله بارکزی، په ولسي جرګه کې د اروزګان د خلکو پخوانی استازی او د ولسي جرګې اوسنی کاندید، د شنبې ورځ له غرمې وروسته د کندهار ښار د ۶مې حوزې په مربوطاتو کې د نامعلومو وسلوالو لخوا ووژل شو.
بارکزی یو له هغو افغان سیاستوالو وو چې همیش یې پر ملکي تلفاتو غمشریکي کوله، د ملکیانو وژنه به یې په ټینګه غندله. بارکزی ددې ترڅنګ چې د روانې جګړې د درېدو ملاتړ وو، د سولې په برخه کې ډیر فعال او پلوی وو.

ده به همیش د ملکیانو وژنه غندله او د سولې په تړاو یې تر ډیره داسې الفاظ کارول چې د سولې له راتګ سره یې مرسته کولای شوه.

په دا وروستیو ۲ کلونو کې چې تر بل هر وخت، د سولې لپاره د مختلفو لوریو او کسانو لخوا هڅې شوي دي، د سولې پلویانو تر ډیره په نښه شوي دي، یا وژل شوي، یا تهدید شوي یا هم توطیه ورته جوړه شوې ده.

اوس پوښتنه دا ده چې داشان توطیې جوړونې او وژنې چا او ولې کړي دي؟

که د همدغه ۲ کلونو پېښو ته وکتل شي، ګډ حکومت تر ډیره ددې کارونو مسؤل ښکاري. ځکه حاکمه ډله د سولې په راتګ سره خپلې ګتې او موقف په خطر کې ویني.

حاکم ټیم تر ډیره داسې څرګندونې کوي چې د سولې له راتګ سره خورا په ضد کې دي، داسې اعمال ترسره کوي چې سولې ته شته امیدونه له منځه وړي، کله امریکا ته لیکونه استوي چې عسکر مو ټول مه باسئ، موږ به په مصارفو کې سپما وکړو، کله امریکا ته د جنګ د خصوصي کولو طرحې وړاندې کوي.

کله بیا په کلیوالي سیمو کې داسې عملیاتونه او شپنۍ چاپې اچوي چې قصدا په کې ملکيان، د هغوی کورونه او مالونه په نښه کوي چې هغوی مجبورا او انتقاما مخالفې لیکې ته ولاړ شي او د ګډ حکومت او امریکایانو پر وړاندې وسله واخلي.

ګډ حکومت ددغو کارونو ترڅنګ، داسې کړنو ته لاس اچوي چې سوله نوره هم لیرې کوي.

دوی په وار وار هغه کسان تهدید کړي، تبعید کړي، وژلي او رټلي دي چې د سولې په برخه کې فعال دي، سولې ته کار کوي، څرګندونې یې د سولې په ملاتړ دي.

ګډ حکومت د افغان سولې فعال نظرمحمد مطمین چې د سولې په برخه کې خورا فعال او موثر دی، دوه ځلې زندان ته واچولی، د سولې بل فعال خیرالله شینواري ته یې د کابل ښار په منځ کې مسلح کسان کښېنول چې ویې وژني، خو بریالي نه شول.

د ملا عبدالسلام ظعیف کور باندې یې ځکه چاپه ووهله، چې ضعیف د سولې په برخه کې نهایي فعال، موثر او بارز رول لري.

که پورتنیو اسنادو او پېښو ته وکتل شي، ښکاري چې عبیدالله بارکزی هم د ګډ حکومت لخوا وژل شوی دی، ځکه ګډ حکومت د داسې وژنو پریمانه تجربه لري.

بارکزی ځکه ووژل شو چې د دولت او حاکم ټیم له پالیسي سره یې ښکاره مخالفت کولی. د جګړې درېدل او د سولې راتلل یې غوښتل. چې همدغه فکر یې د حکومت پالیسي سره اړخ نه لګاوه. له بل پلوه طالبانو دده په وژلو کې لاس لرل رد کړل.

avatar
7 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
محمد ظاهر حلیمی
میلمه
محمد ظاهر حلیمی

په اوسنیو شرایطوکی دپورته لیکنی حقایق پدې دلالت کوی چې دولت مسئولیت لری چې د داسی ناګوار پیښو مخیوی وکړی او یایی عاملین دمحاکمی میزته راکش کړی داچی هدفی وژنی ترسره کیږی او عاملین یی نه نیول کیږ نولدی ځر
ګندیږی چې یوه شمیرکړی چې له دولت سره رابطه بری داکارونه ترسره ځکه د هغوپه نیول کیدو سره د دوی پلانونه افشاکیږی

مجاهد
میلمه
مجاهد

مونږ هم داسی فکر کوو ، چه د کابل ناوړی او غلامی فاسدی اداری به وژلی وی، دا امکان هم لری چه د سیاف او ګلبدین استخباراتو وژلی وی ځکه چه اخری خل یی د دوی نومونه واخستل چه ګلبدین او او سیاف د اشغالګرو نوم به خوله نه شی اخستلای ممکن هغوی به بدی خبره قاریدلی وی او به ځانګړی دول ګلبدین چه د زوی خسر یی هم دی او د حزب قوماندان باتی شوی کیدی شی په دغو کورنی خبرو سره خوابدی شوی وی ، د رازق هلکو ورور تادین له خوا هم امکان لری چه وژل شوی… نور لوستل »

غوربندي
میلمه
غوربندي

دا ډول وژنې د شر او فساد د عناصرو کار دی

عبدالوا حد اڅګزۍ
میلمه
عبدالوا حد اڅګزۍ

دجنایت کارانودمحاکمی وخت ندۍ لیری بارکزۍ صاحب خوهسی هم مړکیدۍ خوخشبخته دۍ چه دملک دپاره پررشتیاویلوشهید سوالله به دده ټول ګناهوته معاف کی جنت به یی ځای وی ،زماپه نظرهرافغان پدی پوهیږی چه جنایت کاران څوک دی دظالمانوژوند لنډاوځای یی جهنم دۍ چه تردی لویه سزانسته دوی الله داسی ړانده اوکاڼه کړی دی چه دالله دوحدانیته اوموجودیته منکردی هم یی دادنیاپه بیره اوبیعزتۍ کی تیره سوه اوآخرت یی تردی ډیرلوی عذاب دۍ.په احترام عبدالواحد اڅګزۍ

جميل
میلمه
جميل

کومه ورځ چی امريکايان وزی غلام شرمښان به ټوله يو بل سره وخوری .
زه دا وژل شوی کس نه پيژنم خو څنګه چی پورته ليکل شوی دی دی مخکی هم غلام و او بيا يی هم د غلامی هوډ درلود .

حکیمي
میلمه
حکیمي

خلک پوهیږی چي دسولې مخالفینیو وژلی هغه چي لکه لیونی سپي خپل بادارخلیل زادیی هم له پایڅې ونیوه

محمد
میلمه
محمد

هر چا چې وژلی دي خو د کرزیانو خصوصا شاولي کرزي لاس هرومرو په کښي سور دي