مدني فعالان: د هلمند د برېښنا پروژه کې ۴۵ ميليونه ډالر فساد شوی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۵وری، ۱۳۹۸ل): د هلمند ولايت يو شمير مدني فعالان وايي چې د کجکي ولسوالۍ څخه نورو سيمو ته د بريښنا د ستنو او مزو د غځولو په پروژه کې۴۵ ميليونه امريکايي ډالر فساد شوی دی.

د هلمند يو شمير مدني فعالان په مرکز لښکرګاه کې په دې اړه جوړې شوي خبرې غونډې ته وويل چې له کجکي څخه نورو ولسواليو ته د برېښنا د مزو د غځولو په پروژه کې ميلیونونه ډالره فساد شوی دی او په دې پروژه کې استعمال شوي مزي د برېښنا د ليږد وړتيا نه لري.

د عبدالخالق ځواکمن په نامه یو تن مدني فعال وويل چې څو ځل يې په دې اړه غږ پورته کړی دی خو مسؤلين يې په اړه پټه خوله دي، هغه ګواښ وکړ چې که په يوه مياشت کې د شوي تړون له مخې نور مزي ونه غځول شي نو ستنې به ونړوي او مزي به وشلوي.

بل لور ته د هلمند والي هم د مدني فعالانو اعتراض منلی دی او زياته کړې يې ده چې رښتيا هم په ياده پروژه کې بې کيفيته توکي کارول شوي دي او تازه غځول شوي مزي ددې وړتيا نه لري چې له کجکي څخه هلمند او کندهار ته بريښنا وليږدوي.

همدا راز د هلمند د بريښنا رياست مسؤلينو هم منلې ده چې په ياده پروژه کې فساد شوی دی او ويلي يې دي چې تر هغې به په نويو مزو کې بريښنا ونه غځوي ترڅو چې ياده پروژه سمه شوې نه وي.

د هلمند په کجکي کې د بريښنا د پروژې د غځولو مسؤل شرکت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

د يادونې وړ ده چې په افغانستان کې د رغونې په ډېرو پروژو او دولتي قراردادونو کې فساد او درغلي کيږي چې له امله يې ودانۍ معياري نه وي او له جوړېدو وروسته ډېر ژر زيانمنې کيږي.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
جميل
میلمه
جميل

مدنی فعالانو ، دهلمند والی او د بريښنا رياست ته دی ۴۵ مليونه نوری منظوری شی چی هغه هم وخوری .