ارشیف

کندوز؛ یوناما هم د بهرنیو ځواکونو له لوري د ملکيانو د وژل کېدو پخلی وکړ

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۵وری، ۱۳۹۸ل): په کابل کې د ملګرو متلونو استازي دفتر یوناما؛ په کندوز کې د دوه ورځې وړاندې ملکي مرګ‌ژوبلې پخلی کړی دی.

دې دفتر رسنیو ته په نننۍ لېږلې خبرپاڼه کې ليکلي، چې د کندوز مرکز ته څېرمه د بهرنیو ځواکونو په بمبار کې د مېرمنو او ماشومانو په ګډون ۱۳ تنه وژل شوي دي.

یوناما لیکلي بمبار کې ټول ملکي وګړي په نښه کړل شوي دي، چې د جګړو له امله مرکز ته د ارامۍ په تمه را کډه شوي و.

د یوناما د خبر پاڼې له مخې دغه پېښه چې د مرکز اړوند تلوکه سیمه کې شوې ده، قربانیان يې ټول د یوې کورنۍ غړي دي.

تېره ورځ د کندوز ولایتي شورا غړي صفی الله له رسنیو سره خبرو کې وویل، چې بمبار کې ۱۴ تنه وژل شوي دي، چې ځايي ادارې يې هم پخلی وکړ.

دا په داسې حال کې دی چې یوناما ډېری وخت د ملکي تلفاتو اړوند راپورونو کې بهرني ځواکونه خورا کم مسؤل بولي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د