هلمند : په مارجه او نادعلي کي یو ځل بیا دولتي ځواکونو ته درنه مرګ ژوبله اوښتي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۴وری، ۱۳۹۸ل): د هلمند ولایت په مارجه او نادعلي ولسواليو کي د طالبانو په بریدونو کي دولتي ځواکونو ته درنه مرګ ژوبله اوښتي ده .

له راپورونو سره سم تیره شپه طالبانو د مارجي ولسوالي په تریخ ناور سیمه کي د قطعي په مرکز پراخ برید کړی ، طالبانو له درني جګړي وروسته یاد مرکز نیولي او هلته میشت ۲۵ د ملي اردو سرتیري وژلي او ۹ تنه نور يي ټپيان کړي دي .

د یوه بل خبر له مخي تیره شپه طالبانو د نادعلي ولسوالي په سرحدي پوستو بریدونه کړی ، د بریدونو په پایله کي ۱۰ تنه سرحدي او ۴ تنه د نظم عامه پولیس وژل شوي دي .

په هلمند کي د طالبانو بریدونو یو ځل بیا زور اخستی دی ، دوه ورځي وړاندي هم د طالبانو په برید کي په سنګین ولسوالي کي ۴۸ د ملي اردو سرتیري ، ۱۲ پولیس او ۷ تنه سنګوري ملیشي ووژل شوي . د هلمند ولایتي اداري کوښښ وکړ تر څو یاد تلفات له رسنیو څخه پټ وساتي خو تیره ورځ په مشرانو جرګه کي د هلمند ولایت استازي هاشم الکوزي د امنیتي ځواکونو له تلفاتو څخه پرده پورته کړه او رسنیو سره يي په مرکه کي وویل چي د سنګین په جګړه کي لسګونه د ملي اردو ، پولیسو او سنګوري ملیشو سرتیري وژل شوي دي .

بل لور ته د هلمند ولایت د ملي امنیت مرستیال ډګروال محمد اصف چي دوه ورځي وړاندي په لښکرګاه ښار کي په بمي چاودنه کي ټپي شوی وو ، نن یوولس بجي په روغتون کي ساه ورکړه.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د