طالبان: د ښوونځیو پر عمر برابر ټول ماشومان ښوونځيو کې شامل کړئ!

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۵وری، ۱۳۹۸ل): د نوي تعلیمي کال د را رسېدو په مناسبت د طالبانو د تعلیم او تربيې کمیسیون د پوهنې په برخه کې پر بوختو فعالانو غږ کړی چې خپلو دندو ته ژمن او وفادار پاتې شي او پر ولس يې غږ کړی چې خپل ټول هغه ماشومان چې د ښوونځيو د شمولیت عمر يې پوره کړی ښوونځيو او وروسته له غرمې مدرسو ته ولېږي.

د اعلاميې په یوه برخه کې راغلي، طالبان له ټول ولس نه هیله لري، چې د سوکاله، «ښېرازه او آباد افغانستان لپاره د ښوونځي په عمر برابر خپل ټول ماشومان په ښوونځیو او دیني مدارسو کې شامل کړي او ترڅنګ یې هغه ماشومان چې د سهار لخوا ښوونځيو ته ځي، له وخت نه وروسته په کلیوالي مدارسو کې شامل کړي، ترڅو له ښوونځي سره هم مهاله ضروري دیني مسایل هم زده کړي.»

د طالبانو د همدې کمیسیون له ادرسه خپره شوې اعلامیه کې د پوهنې کارکوونکو او لارویانو نه مننه شوې او خوښي يې ښوودلې چې په هر ډو حالاتو کې يې د هېواد د روښانه راتلونکې په هیله هڅې کړې دي.

«د ښوونې او روزنې څانګې له ټولو رئیسانو، مدیرانو، استاذانو او کارمندانو څخه مننه کوو، چې د صلیبي اشغالګرو او د هغوی د غلامانو له وحشیانه او ړندو بمباریو، شپنیو عملیاتو او قساقسم ترور، وحشت او دهشت سره یې د معارف د کاروان منزل ته رسولو کې مونږ سره له هیڅ راز همکاریو ډډه نه ده کړې او لاهم په دې برخه کې د هرقسم ستونزو په ګاللو سره د ګران هېواد روښانه راتلونکې لپاره هڅې کوي.»

طالبانو ویلي چې روان کال به د نظامي او سیاسي بریا تر څنګ د پوهنې برخه کې هم پراخې لاسته راوړنې ولري، چې لا یوه میاشت وړاندې يې په همدې مناسبت جلسې او غونډې لرلې دي او ګڼو سیمو کې يې د ښوونکو د ظرفیت لوړولو په موخه روزنیز سیمینارونه هم جوړ کړي دي.

« نوی تعلیمي کال به د نظامي او سیاسي بریاوو تر څنګ ان شاءالله د ښوونې او روزنې په ډګر کې هم د بې ساري پرمختګ او لاسته راوړنو څخه ډک کال وي او مونږ ورته بشپړ چمتووالی لرو.»

طالبان د پوهنیز بهیر د څار، کیفیت د ښه کېدو او تر لاس لاندې سیمو کې د ښوونځيو او مدرسو د لا ښه فعالیت په موخه د تعلیم او تربيې په نوم کمیسیون لري، چې ان پلازمېنه کابل کې هم د ښوونځيو له ښوونکو سره منظمې ناستې لري.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
هارون
میلمه
هارون

دا خو یوه ډېر نېکه او د ستایلو وړ خبره ده چې طالبانو داسې پرېکړه او غوښتنه کړې چې ماشومان دې د غرمې نه مخکې ښوونځي ته او د غرمې نه وروسته دینې مدرسې ته ولاړ شي. اوس خبره دا ده چې په کلیوالو او ښاري سیمو کې چې یو ماشوم دومره بوخت شي، یو خو ورباندې ذهني فشار ډېرېږي او د بلې خوا د کور په نورو چارو کې د مور او پلار سره مرسته نشي کولای. ښه به دا وي چې زده کوونکي نیمه ورځ زده کړې وکړي او په هغو کې دینې زده کړې شاملې کړي (… نور لوستل »