افغانستان

اتمر: دوه میاشتې وروسته باید مؤقت حکومت جوړ شي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۵وری، ۱۳۹۸ل): د امنیت شورا پخوانی سلاکار او راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو ته نوماند، حنیف اتمر وايي دوه میاشتې وروسته د دې حکومت «مشروعیت» بشپړ له منځه ځي، چې باید واک سرپرست او لنډمهاله حکومت ته وسپارل شي.

هغه په بلخ کې یوې غونډې ته خبرو کې وویل، مؤقته اداره يې په لومړیتوبونو کې راځي او په دې ډول ثابتول غواي چې دوی رڼې ټاکنې غواړي.

هغه اوسنی وضعیت «لېون‌حاله» یاد کړ او په وینا يې دا «لېونتوب او تپل شوی جنګ باید ودرول شي.»

اتمر وویل باید د سولې طرفداري وشي، خو د داسې سولې چې «عدالت» پکې خوندي او په وینا يې «جمهوريت او اسلاميت پکې وساتل شي.»

هغه وویل سوله او ټاکنې ورته د یو بل پر وړاندې نه ښکاري، خو په خبره يې د دې دواړو پر وړاندې لوی خنډ د حکومت اوسنی حالت دی، چې باید متوقف شي.

ګډ حکومت چې په لومړیو کې د عبدالله عبدالله او اشرف غني تر منځ د دوو کلونو لپاره د قرارداد پر اساس رامنځته شوی و، وروسته يې د امریکا د وخت د بهرنیو چارو وزیر جان کېري موده وغځوله او راتلونکې جوزا میاشت کې هماغه ور زیاته شوې موده هم پای ته په رسېدو ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
هارون

د اتمر درېدنه د هغسې انځورونو مخې چې ټول یې د شر او فساد د څېرو استازیتوب او سمبولونه دي چندانه ښه نه ښکاري. د قدرت لپاره دومره ټیټېدل مناسب کار نه دی. درناوي

غ.حضرت

درو غمزیانو یو د بل سره تړون او تعهد وکړ چي حج ته به پیاده ځی او تر راتګ وروسته به له غمزې څخه توبه باسی او سړیو غوندی ژوند به غوره کوی.. د غره له کلی د حج په نیت را روان سوه تر حوض مدد پوری په ډېر شوق او ذوق راوسېده هلته ئې په کوم سماوار کی د استراحت په موخه ډډه واچوله، تر چای مای څکلو وروسته ئې یو د بل پر غوږو شونډان کېښودل او سره وې وویل چي راسی د وروستي ځل لپاره دا لعنتی غمزه دلته په سماوار کی ووهو او یو دوه… نور لوستل »

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x