اشرف غني یو ځل بیا د سلګونو ښوونځيو جوړولو ژمنه وکړه

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۵ وری، ۱۳۹۸ل): محمد اشرف غني نن یو ځل بیا د تعلیمي کال د پرانیستې په مناسبت خبرو کې وویل، چې سلګونه ښوونځي به روان کال کې جوړ کړي.

هغه نن اماني لېسه کې د پوهنې زنګ وواهه او د تعلیمي کال پیل يې وکړ، خو تر څنګ يې د تېر کال ژمنه یاده نه کړه.

نوموړی تېر کال هم د تعلیمي کال په پیل کې ویلي و، چې شپږ زره ښوونځي به جوړ کړي، خو له ډلې يې تر دوه سوه هم زیات جوړ نه کړای شول.

تازه اشرف غني یو ځل بیا تر تېر کال د کمو ښوونځو د جوړولو ژمنه وکړه او ويې ویل روان کال کې به ۲۷۰۰ ښوونځي جوړ کړي.

دا په داسې حال کې دی چې وړمه ورځ د پوهنې وزارت بیا د نويو جوړېدونکو ښوونځیو شمېر د ۱۵-۱۲سوو تر منځ یاد کړ.

د دې وزارت د عمومي زده کړو مرستیال ابراهیم شینواري وویل، چې د دې ښوونځیو لپاره ۸۳ میلیونه ډالر بودجه لري.

د سرچینې په وینا لا هم نیمايي زده کوونکي تر شنه اسمان لاندې زده کړې کوي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
1 د تبصرو شمېر
1 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
سید حمیدالله
میلمه
سید حمیدالله

په بخښنې سره در په یادوم چې ددې موضوع کلنۍ نېټه سهوه شوې د 97 کال پر ځای باید 98 کال ولیکل شي.

عبد الله
مدیر
عبد الله

مننه