کابل؛ د سولې فعالانو ملکي تلفات وغندل – انځورونه

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۵وری، ۱۳۹۸ل): کابل کې یوه خبري غونډه کې د سولې د هڅو فعالانو ملکي وژني، د حکومت سوله‌ضد هڅې او د سولې د فعالانو ترور او ګواښ وغندل.

د غونډې یو تن ګډونوال او د سولې هڅو کې بوخت د کابل پوهنتون استاد ډاکټر فیض محمد ځلاند وویل ملکي تلفات په وروستیو شپږو میاشتو کې تر بل هر وخت زیات شوي دي.

د هغه په وینا، زرمت کې يې محصلین او ځينو نورو سیمو کې يې حتی قومي مخور په نښه کړل، خو په خبره يې څوک چې غږ نه‌شي پورته کولی نو جنازې به پورته کوي.

دې غونډه کې د روزګان د خلکو پخوانی استازی عبیدالله بارکزی هم د سولې د هڅو قرباني وبلل شو، چې د پېښې د نه څېړنې له امله يې حکومت ګرم وباله.

د غونډې د ګډونوالو په وینا حکومت نه ځان ساتلی شي، نه ولس، نه د کابینې غړي، نه د ملي شورا غړي او نه هم حتی له بهرنیانو د خپلو عسکرو د بمبارۍ پوښتنه کولی شي.

د ډاکټر ځلاند په وینا سولې ته ځکه پکار دی، چې له دې «غلو چارواکو» خلاص شو او خپله خپلواکي ترلاسه کړو.

د غونډې بل تن ګډونوال سیاسي شنونکي انجنیر نظر محمد مطمئن وویل، د سولې اړوند چې مخالفت کېږي باید مخالفت يې وشي.

هغه وویل، بن کنفرانس کې ۹۰سلنه ولس ناپامه ونیول شو او دلته يې «حکومت» جوړ کړ، اوس چې ۹۰ سلنه ولس سوله غواړي بیا يې هم لس سلنه محدود کسان مخالفت کوي.

د غونډې بل تن ګډونوال د حکومت وروستي حرکات د نظام د منفور کېدو لاسي هڅې یاد کړې.

ښاغلي شفیع اعظم وویل: «د حکومت وروستیو ړندو بمباریو، چاپو او بېباکانه چلند ته په کتو، ښکاري په لوی لاس د نظام د منفور کېدو او چپه کولو کوښښونه روان دي.»

د سولې فعالانو حکومت تورن کړ چې د دوی ژوند ته ګواښونه متوجه دي، خو مسؤل ارګانونه ځان هم نه پوی کوي.

خیرالله شینواری وویل، څو میاشتې وړاندې پرې وسله‌وال برید وشو، چې پکې ټپي شو، خو تر اوسه يې نه عاملین معلوم شول او نه يې هم چا پوښتنه کړې ده.

ښاغلي فیض محمد ځلاند بیا وویل چې دوی د سولې د هڅو په بدل کې ګواښل کېږي او حتی د هېواد د پرېښودو مشورې ورکړل شوې دي.

عبیدالله بارکزی چې په ټلویزوني بحثونو کې د سولې طرفدار و، په یوه غږیز کليپ کې د خپل مرګ وړاندوینه کړې ده او ویلي يې دي، چې یا به د امریکایانو، یا لاسپوڅو یا هم «لنډه‌غرو» له لوري وژل کېږي.

هغه وړمه ورځ د کندهار ښار شپږمه ناحیه کې نامعلومه وسله‌والو وويشت، خو د دې غونډې ګډونوال وايي چې د حکومت تر سترګو لاندې داسې ترور پوښتنې را پیدا کولی شي.

دا په داسې حال کې دی چې څو ورځې وړاندې هم کابل کې په پاکستان کې د افغانستان پخواني سفیر ملا عبدالسلا ضعیف کور هم د دولتي ځواکونو له لوري نږدې دوولس ساعته محاصره و او د هغه په زور نیولو هڅه کېدله خو بریالي نه شول.

ښاغلي ضعیف وویل دی کابل کې اوسي او که يې کوم مسؤل ارګان ور وغواړي په خوښه ورتلی شي، خو د کور د محاصره کېدو پر علت لا هم خبر نه دی.Confreance11Confreance10

Confreance7

د ولسي جرګې د تېرو ټاکنو نوماند؛ دوکتور عبدالباقي امین

Confreance8Confreance9

Confreance4

د سولې د هڅو فعال شفیع اعظم

Confreance1

ټولنیز فعال خیر الله شینواری

Confreance5

Confreance3

د کابل پوهنتون استاد او د سولې د هڅو فعال ډاکټر فیض محمد ځلاند

Confreance6

Confreance2

سیاسي شنونکی او د سولې د هڅو فعال انجینر نظر محمد مطمئن

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د