فاریاب؛ د شیرین تګاب امنیه قومندان د ټپونو له امله سا ورکړه

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۵وری، ۱۳۹۸ل): د فاریاب چارواکي وايي، د دې ولایت د شیرین تګاب ولسوالۍ امنیه قومندان میرحمزه د سختو ټپونو له امله مړ شو.

د شیرین تګاب پر امنیه قومندان تېره ورځ یو تن ډزې وکړې، چې مرګونی ټپي شو، چارواکي بریدګر يې نه دی پېژندلی خو طالبانو يې مسؤلیت منلی او د هغه د وژنې پخلی يې کړی دی.

MirHamza-Qomandan

قومندان میرحمزه؛ تصویر د طالبانو له رسمي ویبپاڼې

طالبانو په خپره کړې خبرپاڼه کې لیکلي: «قومندان میرحمزه چې له خپل ورور سره د غلچکي برید په ترڅ کې ژوبل شوی و، بیګاه شپه یې د سختو ټپونو له امله سا ورکړه او مسلمانان یې له شره وژغور ل شول،»

د امنیه قومندانۍ ویاند عبدالکریم یورش وايي، دوی غوښتل میرحمزه د درملنې لپاره کابل ته ولېږدوي، چې سا يې ورکړه.

دا په داسې حال کې دی چې د تېرې جمعې په ورځ هلمند ولایت کې هم چاودنه کې د دې ولایت د امنیت ټپي شوی مرستیال نن ومړ.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د