پاکستان: محکمې په رسمي توګه راو انور د نقيب مسيد په وژنه تورن کړی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۵وری، ۱۳۹۸ل): د پاکستان يوې محکمې په کراچۍ کې د وژل شوي وزيرستاني ځوان نقيب مسيد د وژنې په تور د پوليسو پخوانی افسر راو انور رسماً تورن کړی دی.

تير کال د جنورۍ په ۱۳ مه نېټه د کراچۍ په شاه لطيف سيمه کې پښتون ځوان نقيب مسيد له درې نورو کسانو سره يو ځای د پوليسو له لوري وژل شوی و.

د مسيد له وژل کېدو وروسته په پاکستان کې د پښتون ژغورنۍ غورځنګ هم پراخې مظاهرې وکړې او دې ډلې له پاکستان څخه د پښتنو د حقوقو او د تري تم شويو پښتنو د راپيداکولو غوښتنه هم کوله.

په کراچۍ کې د تروريزم ضد يوې محکمې د يادې قضيې د څېړنې په اړه له شاهدانو څخه غوښتي چې د اپريل مياشتې په يوولسمه دې محکمې ته ورشي او د د مسيد د وژنې په اړه دې شاهدي ورکړي ترڅو دا قضيه پرمخ لاړه شي.

تير کال د مسيد له وژل کېدو وروسته د پوليسو مشر راو انور ويلي وو چې نقيب مسيد له طالبانو سره اړيکې درلودې او له پوليسو سره په مخامخ ډزو کې وژل شوی دی.

د مسيد له وژل کېدو وروسته په پاکستان کې د نوموړي د وژنې په غبرګون ګڼې مظاهرې وشوې او د پښتون ژغورنې غورځنګ هم په جلسو او مظاهرو لاس پورې کړ او له لسو ورځو زيات يې دې اعتراضونو دوام وکړ.

که څه هم تر دې وړاندې ډېر ځله د پښتون ژغورنې غورځنګ له لوري د راو انور د محاکمه کولو غوښتنه شوې وه خو محکمې په لومړي ځل په دې دوسيه کار پيل کړ.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د