لېبرالېزم څه دی؟

لیکوال: ابوحمزه جوزجاني

وروستۍ برخه

د لېبراليزم ملاتړ

د لېبراليزم د ملاتړ په اړه د نړۍ څخه مختلف غبرگونونه مخې ته راغله، په ځانگړي ډول د لوېديځې نړۍ غبرگون پدې اړه له ټولو څخه روښانه ؤ. اوس به راشو ددې هر لوديځ هېواد بېل، بېل غبرگون ته.

د الماني حكومت ملاتړ

د جرمني پارلمان د فردي ازادۍ په ملاتړ د رايو په اكثريت سره دا قانوني ماده تصويب كړه چې لواطت قانوني جرم ندې، خو پدې شرط چې د دواړو اړخونو خپلمنځي رضامندي سره وي. دغه راز نارينه له نارينه سره واده هم كولې شي او كه چېرې منكوح هلك نابالغ وي او غواړي چې له غټ سړي سره واده وكړي، نو داسې كولې شي او دا دده حق دى، مگرد نابالغ منكوح هلك د اېجاب او قبول رسم به په حكومتي رسمي محكمه كې د هغه ولي ترسره كوي. د جرمني د پارلمان او حكومت له دغې قانوني اجازه ليك وركولو څڅه وروسته د المان وتلي اديب ډاكټر برشفېلډ په پرله پسې توگه شپږ كلونه د لواطت د ترويج لپاره او همجنسي ازدواج لپاره تبليغات وكړل ځكه چې نومړي د المان د لېبرالېزم د څانگې مسؤل ؤ.

د برتانوي حكومت ملاتړ

د المان له حكومت او پارلمان څخه وروسته د انگلستان حكومت او پارلمان دغه شېطاني لېبرالېستي ازادي اعلان او قانوني گرځولې وه. او هغه داسې كله چې په ۱۹۶۷ز كال د انگلستان د حكومت يو وزير د لواطت مرتكب شو نو د انگلستان په پارلمان كې كې دغه موضوع تربحث لاندې ونيول شوه. او جنايت كوونكې وزير پارلمان ته احضار كړاى شو. كله چې پدې اړه ورڅخه پوښتنه وشوه، نو هغه شرمنده نه شو او په ډېر وياړ يې وويل: زه د يو فرد په توگه حق لرم چې څه كوم بايد ازاد واوسېږم او حكومت يا قانوني ځواك حق نلري چې زما د ازادۍ په لار كې خنډ شي. د پارلمان زياتره غړو د وزير د وينا ملاتړ وكړ چې په تنيجه كې يې د ۱۴پر ۶۹۰ په مقابل كې د رايو په اكثريت د لاسو پړكا په بدرگه دا قانون منظور او تصويب كړاى شو. پدې ډول چي نارينه په خپله خوښه كولې شي له خپل همجنس څخه خوند واخلي.دا مصوده ملكې الېزابېت لاسليك كړه چې په دې ډول په برتانوي ټولنز نظام كې لوطت قانوني وگرځولې شو.

د امريكايي حكومت ملاتړ

امريكايي بې دينه حكومت هم خپلو دوه پنځوس ايالتونو كې د لېبراليزم په ترويج كې له اروپايي حكومتونو څخه كم نه دى. بلكه له فرانسې څخه هم په ټولنيز ډگر كې د لېبرالېزم د تيوري په عملي كولو كې زيات وړاندې دى. ځكه چې په پاريس كې په سونو ښځو لوڅ لاريون وكړ، مگر په امريكا كې د بې حياء او فاحشو ښځو شمېره په لكونو دی. لكه چي په ۱۹۴۵ز كال د امريكا د سترې محكمې قاضي دوه لكه بربنډ انځورونه وليدل نو په خواشينۍ سره يې وويل له نيويارك څخه سدوم او عموريا جوړېدونكې دى. ((سدوم او عموريا د لوط عليه السلام د امت هغه ښآرونه ول، چې په څلورنيم زره قبل الملاد كال څښتن تعالى د لواطت د جنايت په سبب تباه كړي وو.)) يواځې د امريكا په نيوېارك ايالت كې د هغو ښځو شمېر چې په فحاشۍ او لوڅ لغړتوب كې ژوند كوي له پينځه پنځوس لكو څخه وراخوا دى.

د اديبانو ملاتړ

په اروپا كې د لېبراليزم د ترويج په تكل د پاريس د ښځو له بربنډ او لوڅ لاريون سره سره د فرانسې، المان او په خپله د انگلستان خپلواكۍ خوښوونكيو اديبانو او ليكوالانو هم په زړه پورې ونډه اخيستې وه او بيا په ځانگړي توگه په ټولنيز ډگر كې يانې د ښځو په خپلواكۍ كې او په دوي پورې د اړوندو مساېلو په باره كې لكه نكاح، طلاق، زېږون او داسې نور. پدې اړه يې ځانگړي مضامين، افسانې او ناولونه وليكل او خپاره یې كړل، چې د بېلگې په توگه يې د يو څو كسانو يادونه اړينه بولم:

د فرانسې د هغه وخت نامتو لېبرالي ليكوال او ادب لېډيز ژورسان چې پخپله خورا بدلمننه او بې حيا ښځه وه په خپل ناول (ژاك) كې د ښځو د نكاح په اړه داسې ليكلي دي:

زما په اند نكاح د ازدواج په گردو طريقو كې خورا زياته ناوړه طريقه ده، اوزه باور لرم چې د لېبراليزم په ترويج سره به دغه طريقه په بشريت كې بنده او پاى ته ورسول شي. هغه څوك احمق او ناپوه دى، چې د مينې او عشق په خپله بتخانه كې چې په خپل زيار سره يې تعمير كړي او بيا هغه كې ټول عمر د ايكي يو بت لمانځنې ته كښېني. بلكه د خوند اخيستلو لپاره هره شېبه بايد د نوي مېلمه انتخاب وكړاى شي.

د فرانسې د هغه وخت يو بل اديب ببرالويي (Bobralwiv) د لېبراليزم يانې مطلقې فردي خپلواكۍ د خپرولو او بري په تكل په دې اړوند په خپل ليكلي تصنيف كې ويلي دي:

اخلاقي بنديزونه په حقيقت كې د انساني ذهن او دماغي ځواكونو په وده كې لوى خنډ دى، او ترڅو پورې چې په بشپړه او هراړخيزه توگه دغه بنديزونه پاى ته ونه رسولۍ شي او پرې نښودل شي او انسان په بشپړې خپلواكۍ سره د جسماني خوندونو څخه برخمن نشي، تر هغه پورې د انسان لپاره هېڅ ډول عقلي، عملي، مادي او اروايي (سيكولوجي) پرمختگ نشي ممكن كېداى. ځكه چې د اخلاقي بنديزونو د موجوديت په صورت كې داسې كول هېڅ ممكن ندي.

د فلسفيانو ملاتړ

د جرجي بنتهام د لېبراليزم مفكورې اويون ته د لوېديځ ځينې ملحدو فلسفيانو او ساېنسپوهانو هم وده وركړه، او ددغې بشر دښمنه شېطاني دود او تحريك ملاتړ يې وكړ او بيا په ځانگړي ډول يهودي فلسفيانو په ځغرده سره نه يواځې دا چې ملاتړ يې وكړ بلكه د خپلو فلسفي نظرياتو ملاك او چورليځ يې لېبراليزم وگرځاوه. چې دا دې د هغوي له ډلې څخه د يو څو كسانو لبرالېستي اقوال د بېلگې په توگه دلته بيان او وړاندې كوم:

كارل ماركس (KARL MARKX) (۱۸۱۸ز- ۱۸۸۳ز)

كارل ماركس د جرمني له يهودي فلسفيانو څخه دى. په اقتصادي ډگر كې د سوسيالېستي لېبرالېزم له مخكښانو څخه ؤ. نوموړي ويلې دي: دين د ملتونو افيوم دى چې د كپېټالېزم لپاره په زړه پورې خدمت كوي . چي منونکي یې خپل پیروان ضد جنت په دروجنو ژمنو غولوي. اخلاقي اصول په خپل ذات كې هېڅ ارزښت نلري او هغه څه چې اصل او حقيقت دى، ماديت او اقتصاد دى. په اقتصادي ډگر كې د پرمختگ لپاره له دين او اخلاقو څخه ازادي اړينه ده، ځكه ترڅو چې دغه دواړه خنډونه وي اقتصادي پرمختگ ممكن ندى.

دُركاېم يهودي (DURKHEIM) د فرانسې له يهوديانو څخه دى، چې په ۱۹۱۲ز كې تېر شوې. نوموړې په ټولنپوهنه كې د لېبرالېزم په ترويج كې پراخه ونډه اخيستې ده. نوموړې په خپل كتاب قواعد المنهج علم الاجتماع كې داسې ويلي دي:

دا خبره يو ثابت حقيقت دى، چې دين، ازدواجي قوانين، كورنى نظام يو هم حقیقت نه دى. بلكه دا هر څه توهمات دي، او د فرد د ازادۍ په خلاف منځته راوړل شوي دي، او له Totemism څخه يې پېلامه شوې ده. دغه راز اخلاق هم او اخلاقي قوانين ځانگړى اساس نلري او انسان ته پكار دي، چې په موجوده صنعتي انقلابي دور كې لدې هرڅه څخه ځان ازاد كړي.

زېمونډ فروېډ (SIGMUND FREUD) (۱۸۵۶ز پېدا- ۱۹۳۹ز مړ)

د اتريش له يهوديانو څه دى. نوموړې په ارواپوهنه كې لېبراليزم ته خدمت كړې دى، او په خپلو نظرياتو كې يې ويلي دي چې: كه چېرې نفس ته د شهوت د اظهار ا وتسكين ازادي ترلاسه شي نو انسان ته به بشپړ ډاډ او سكون حاصل شي.