کندهار: ښوونکو ته له شپږو مياشتو راهيسې معاشونه نه دي ورکړل شوي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۵وری، ۱۳۹۸ل): کندهار کې د دولتي ښوونځيو لسګونه ښوونکو د معاشونو د ځنډېدو له امله اعتراض کړی دی او د خپل حق غوښتنه يې کړې ده.

په کندهار ښار کې راټول شويو ښوونکو چې ځینې شعارونه يې له ځان سره درلودل، ويل يې چې له تيرو شپږو مياشتو راهيسې ورته معاش نه دی ورکړل شوی.

دوی ويل چې د معاش د ځنډېدو له وجې له سختو ستونزو سره مخ دي او د اقتصادي اړتياوو د پوره کېدلو له پاره بله کومه سرچينه نه لري خو حکومت د تيرو شبږو مياشتو معاش هم نه دی ورکړی.

په ټولنيزو رسنيو کې هم د معترضو ښوونکو د اعتراض غږ بدرګه شوی دی او سيمه ييزو فعالانو او خبريالانو هم له حکومت څخه غوښتي چې د ښوونکو معاشونه ورکړي.

د خالدي هادي په نامه د کندهار يو تن خبريال په خپله فيسبوک پاڼه ليکلي چې کندهار هغه ولایت دی چي د روغتیا ریس ئې ټوله ورځ د امنیه قومندان سره ناست وي، والي ئې په درملتونو کي په ایکسپار درملو پسي راوتلی وي، د امنیه قومندان ئې د پولیسو څخه د خلکو د ججواخستلو حسابونه تصفیه کوي، د اقتصاد ریس ئې په خبریالی کي پوره تجریبه لري ، د راډیو تلویزون ریس ئې په عینومېنه کي نشه پروت وي، د نشه ئې توکو د مبارزې ریس ئې درې جریبه کوکنار کرلي وي، د زراعت ریس ئې تجارت پسي هند ته ځي، د تجارت د خونو ریس ئې د یو ځانګړي قوم په چارو کي ورک وي، قومي مشران ئې د عېنو میني په یو کور کي د غلامۍ طوق په غاړه کرځي، د ښووني او روزني ریس ئې د هغه کور بوټونه سموي او استادان ئې شپږ میاشتي بې معاشه د خپل معاش د اخستلو لپاره پر سړکانو ولاړ وي!
بس همدا اوسنی کندهار دی.

بايد وويل شي چې په دولتي ادارو کې له لوړ پوړو چارواکو پرته د نورو ټيټ پوړو هغو چارواکو، مامورينو او ښوونکو معاشونه هره مياشت تر ډېره ځنډيږي چې له امله يې دوی له مالي ستونزو سره مخ کيږي، خو په کندهار کې له شپږ مياشتو راهیسې د ښوونکو د معاش ځنډېدل هغه څه دي چې ښوونکي يې اعتراضونو ته اړ کړي دي.

تر اوسه دولتي چارواکو د کندهار د معترضو ښوونکو د اعتراض په اړه څه نه دي ويلي.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
غ.حضرت
میلمه
غ.حضرت

د معلم خواری کښ قشر په هره دوره کی یو ټکول سوی او کَړَول سوی قشر او په عین حال کی د ټولنی څراغ دی. حاکمه دستګاه مکلفیت لری چي ددې بېچاره قشر د ستونزو د حل په هکله جدّی پاملرنه وکی. خالد هادی یو تکړه او زړور خبرنګار دی، که ئې په کومه لیکنه کی نجیب ګاؤ ته د شهید! خطاب نه وای کړی نو ما به سخته مینه ور سره درلودای البته اوس هم درناوی ورته لرم او هغه زړورتیا ئې د ستاینی وړ ده کوم چي د توریالی ویسا( د غ… بوغۍ) په واندی ئې په جسارت… نور لوستل »