نړۍ

ایران وايي دا سی ثبوتونه لري چي اسامه وختي لا په خپلو مرضونو مړ شوی وو

HAIDER_MUSLIHIنن ټکی آسیا: د ایران د امنیت وزیر حیدر مصلحي وايي چي ایران داسی ثبوتونه او دلایل لري چي اسامه بن لادن وختي لا مړ سوی وو.

یو ایراني خبري اژانس (فارس) د مصلحي له قوله ویلي« که چیري اسامه بن لادن د امریکايي عسکرو له خوا وژل شوی وي، او یا نیول شوی وي، نو امریکا ته په کار ده چي پرته له دې ادعا چي اسامه يي په سمندر کي غورځولی، د نومړي جثه دي نړی ته ښکاره کړي.

مصلحي زیاته کړه: مونږ داسی دلایل او او موکد معلومات لرو، چي اسامه ددی ډیر تر مخه د خپلو مرضونو له وجي مړ شوی وو، او دا د امریکایانو روایت کمزوری کوی.

مصلحي وویل چي مونږ کله د تروریستي ډلي (جند الله) مشر ریګي ونیوی، نو د هغه په ضد ټوله عملیات مو نړی ته ښکاره کړه، او ځکه نو مونږ په دې عقیده یو، چي امریکا او غربیان غواړي په سیمه کي ددوي په ضد پاڅون وځپي، او نړیوال موقف ددوی په ضد د خپلي میډیا له لاري بلي خواته واړه وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x