ورزش

آی پي ايل: مجيب ځدران او کريس ګيل يې لوبډلې ته بريا ورکړه

نن ټکی اسيا (سه شنبه، ۶ وری، ۱۳۹۸ل): د هندوستان غوره ليګ د دولسم پړاو سياليو په لړ کې نن د مجيب الرحمن لوبډلې «کينګز اليون پنجاب» او راجستان رائلز لوبډلو ترمنځ سيالۍ ترسره شوه چې په کې د مجيب لوبډلې راجستان لوبډلې ته د ۱۴ منډو په توپير ماتې ورکړه.

په ياده سيالۍ کې پنجاب لوبډلې د کريس ګيل په زړه پورې توپوهنې او د مجيب الرحمن په ښکلې توپ اچونې بريا خپله کړه، ګيل ۷۹ منډې جوړې کړې او مجيب د غوره توپ اچونکي په حيث د ۳۱ منډو په بدل کې ۲ ويکټې واخيستې.

پنجاب لوبډلې چې لومړی توپوهنه يې وکړه د کريس ګيل په ۷۹ او سرفراز احمد په ۴۶ چټکو منډو سره يې سيال لوبډلې ته د ۱۸۵ منډو هدف وټاکه.

په ځواب کې د راجستان لوبډلې لخوا جويس بټلر په زړه پورې لوبه نندارې ته وړاندې کړه خو د نوموړي متنازع سوځېدل او په وروستيو کې د مجيب دوو ويکټو د لوبې اړخ بدل کړ او په پای کې يې لوبه د ۱۴ منډو په توپير وګټله.

کريس ګيل د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو، نوموړي د ۹ څلوريزو او ۴ شپږيزو په مرسته ۷۹ منډې جوړې کړې، بل خوا مجيب الرحمن غوره توپ اچونکی شو، نوموړي په ۴ اورونو کې ۳۱ منډې ورکړې او ۲ لوبغاړي يې وسوځول.

تر دا مهاله مجيب الرحمن د هند غوره ليګ سياليو تاريخ کې ټولې ۱۲ لوبې ترسره کړي چې په غوره اوسط او اقتصادي توپ اچونې سره يې ۱۶ ويکټې اخيستې دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x