نظــر

عسکره غږ مې اورې؟ پیغام درته لرم . . .

ډاکټر پارسا

سرتیریه او عسکره!

د قسم حق خو نه راباندې لرې مګر باور وکړه چې دغه لیک د خواخوږۍ او خیرخواهۍ له وجې درته لیکم. همدا سهار مې د بي بي سي هغه راپور ولوست چې لیکلي یې و، وړمه ورځ د هلمند په سنګین کې ۶۵ تنه هغه د اردو او پولیسو عسکر وژل شوي چې دغې سیمې ته د جګړې لپاره لیږل شوي وو. په پارلمان کې د هلمند وکیل هاشم الکوزي وویل چې په تیرو څو ورځو کې یوازې په سنګین کې ۳۰۰ عسکر وژل شوي، چې زیاتره یې هغه نوه کیان دي چې تازه دم د اردو او پولیسو له اکاډمیو فارغ شوي دي. د فراه امنیه قومندان رحمت الله صدیقي وايي په تیر کال کې یوازې په فراه ولایت کې تر زر تنه زیات یوازې د پولیسو منسوبین وژل شوي دي. فراه د افغانستان له ۳۴ ولایاتو یو ولایت دی او پولیس د بیلابیلو مسلحو تشکیلاتو یو بخش، اوس نو ګز پر کیږده چې په ټول افغانستان کې به د ټولو عسکرو تلفات څومره وي؟؟

مګر عسکره!

آیا کله دې دا فکر کړی چې دغه مرګونه د کوم هدف لپاره او د څه په خاطر؟ پوهیږم چې ستا د عسکر کیدو اصلي وجه بې وزلي، فقر او بې کاري ده، چې غواړې د څو پیسو معاش له درکه د خپل کور نفقه برابره کړې. خو آیا کله دې په دې فکر کړئ چې زه او ته د فقر او دربدرۍ دې حالت ته هم هغو رسولي یو چې نن یې تاسو تر امر او قومنده لاندې جګړه کوئ. بهرني ځواکونه چې کوم هیواد ونیسي نو لومړی کار یې دا وي چې ولس یې ځان ته محتاج کړي او بیا یې له احتیاج څخه د خپلو اهدافو لپاره کار واخلي. امریکایانو افغانستان ته ډالر راوړل، خو په دې ډالرو یې زموږ ټولنیز نظام او وطني اقتصاد له منځه یووړ.

سرتیریه!

ګوره چې د غربيانو په خاص ډول امریکایانو په چربو وعدو او تبلیغاتو خطا نه شې، دا تاریخي استثمارګر او وینه څښونکي دي. دوی په پیړیو پیړیو د انسانیت هډوکي شپيلولي او اوس یې زما او ستا د رګونو زبیښلو ته اشتهاء شوې ده. دوی اول ټولنه دربدره کړي، وینه زبیښونکي میلیونران پرې حاکم کړي، منځنۍ طبقه له منځه یوسي، مفلس اکثریت رامنځته کړي او بیا نادان او ناخبره مفلسان ستا په شان د څو روپو په توسط د خپلو ګټو لپاره جنګوي. که دې زما خبرې زړه ته نه لویږي لږ د انګلیسي اشغالګرو تاریخ وګوره، چې تراوسه یې د نیپال او بنګال له کرایي جنګیالیو جوړه ( ګورکه لیوا) ساتلې ده او نسل په نسل یې د خپلو ګټو لپاره جنګوي. دوی غواړي له ما او تا هم د خپل اور د خاشاک کار واخلي. دا چې په افغانستان کې د بهرنیو عسکرو تلفات کم شوي، طالب نه دی ملامت، بلکې ستا په شان عسکر ملامت دي چې د امریکایي جګړې ټول بار یې په اوږه اخیستی. امریکایان یې له جنګه فارغ کړي، هغوی اوس آرام په بیسونو کې درته ناست دي او دسنګین او بالامرغاب جګړو ته یې ستا په شان اجل نیولي ور خوشي کړي دي. دا چې هره ورځ د جګړو له سیمو د مړیو کتارونه را روان دي، ستا خپله ملامتیا ده. تا له ځانه د امریکایي جګړې خاشاک جوړ کړی. تا له خپل ژوند، ځان او کورنۍ سره ظلم کړی.

عسکر جانه!

تا ته به د تعلیمي دورې په وخت ویل شوي وي، چې ته د ملت او وطن د لارې مبارز یې، ته له خپل وطن څخه دفاع کوې او د ملي ارزښتونو لپاره جنګیږې! ګوره چې په دې خبرو غلط نه شې. آیا ته نه وینې چې په هیواد مو امریکایان حاکمان دي؟ آیا د هغوی الوتکې، ټانګونه او مراکز تا نه دي لیدلي؟ آیا چې تا ته یې تعلیم درکاوه سورپوستي امریکایان نه و؟ آیا ستا معاش له امریکا نه دی را روان؟ او د دې ادارې جوړښت، اکمال، ملاتړ هر څه د امریکا په غاړه نه دي؟ آیا ته نه وینې چې د سولې او جګړې په قضیه باندې د خبرو اساسي لوري امریکایان او بل اړخ طالبان دي؟؟ له دې معلومه شوه چې دلته د جګړې اصلي اړخ امریکایان دي، دا د امریکا جنګ دی، په مقابل کې یې زموږ هغه بیچاره اولس دی چې د امریکایانو سلطه او واک نه مني. د اسلام له نظره که ورته وګورو امریکایانو په اسلامي افغانستان یرغل کړی او په مقابل کې یې جهاد فرض شوی. که د خپل تاریخ او افغاني روایاتو له مخې یې تحلیل کړو، نو اوسنی حالت داسې دی لکه د انګریزانو او یا شورویانو د یرغل وخت چې بهرني عسکر مو وطن ته راغلي وو او په مقابل کې یې ملت جنګېده.

نو په دې سره خلاص کړه! چې ته په پردۍ امریکایي جګړه کې ستړی یې، ته د اجنبیانو په صف کې ولاړ یې او د بل لپاره ځان وژنې. په والله چې په تا مې دغه بې دریغه مرګونه نه لوریږي. تا له ځانه د امریکایانو سپر جوړ کړی. د جګړې اصلي مدعیان لکه امریکایان او د هغوی نږدې ملګري ستا په وینو تجارت کوي. هغوی په کابل او نورو ښارونو کې ارام ناست دي. اولادونه یې په خارجي هیوادونو کې عیشونه کوي. ښه غوړ پړ، په نس ماړه او آسوده ګرځي. نور ستا په شان عسکر که د چرګانو په شان وژل کیږي هم هغوی یې باک نه کوي. هغوی حتی په دې هم نه دي خبر چې د ورځې څو عسکر مړه کیږي؟ هغوی ستا له دربدرۍ، ستا د بچو او کورنۍ له غم او فریاد او ستا د ژوند له ناخوالو نه خبر دي او نه یې هم په کیسه کې دي. آبله ورځ دې نه ولیدل چې په بالامرغاب کې ستا په شان ۳۰۰ تنه عسکر محاصره وو، خو د حکومت غټان د نوروز ټېلو میلو ته په آمادګۍ مشغول و او دومره نه و اوزګار چې د عسکرو د کومک غږ واوري. تر دې چې هغه درې سوه عسکر د کومک نه رسیدو له امله یا مړه شول، یا د مرغاب سیند یووړل، یا طالبانو ونیول او یا هم ترکمنستان ته په تیښته مجبور او په تورغنډۍ را ستانه شول. آیا د یوه عسکر لپاره تر دې لویه شرمندګي شته؟ هغه طالبان دې خیر یوسي چې نیول شوي عسکر یې بیرته ژوندي خوشي کړل او کور ته د تلو کرایه یې هم ورکړه.

نو عسکر جانه د هغو دوه مخو سیاسي غټانو خبرې مه منه چې تا ته د جنګیدلو دلائل بیانوي. کله دې په وطن دوستۍ خطاء کوي او کله نورې خبرې درته کوي. نن سبا وطن دوستي، اسلام دوستي، افغان دوستي او ملت دوستي یوازې دا ده چې د جګړې اصلي عوامل امریکایان له هیواده وباسو. ځکه همدوی زموږ وطن ته دجګړې اور راوړی. که ستا جګړه د افتخار جګړه وي خو لږ دې بیا دغه سیاسي غټان، ولسمشر، وزیران او نور چارواکي هم خپل اولادونه له دې افتخاره برخمن کړي. هغوی خو خپل اولادونه دوبۍ او لندن ته لیږلي چې هسې نه د جګړې د اور بڅرکي وروالوځي. د هغو کاذبو مفتیانو او منافقو عالمانو هم مه منه چې د پیسو لپاره دین خرڅوي. خپله به په سعودي کې ناست وي، سهار ماښام به ( کبسه دجاج) ورته رسیږي. یوازینی کار به یې د غومبرو خرېیل او غوړول وي خو ځان به عالم بولي. د ټرمپ د ستراتيژۍ په چوکاټ کې جنګیدل به جهاد بولي او له قرآن او حدیث به د امریکایي جګړې د مشروع ثابتولو هڅه کوي. دا خلک د همدې لپاره ګومارل شوي، دوی هم ستا د ژوند او مرګ په کیسه کې نه دي، بلکې ستا د مرګونو په دوام کې خپله تنخا او معاش لټوي.

نو عسکر جانه!

ژوند ډیر لوی نعمت دی. ځواني دې ده. کورنۍ لرې، پلار، مور او د ژوند نازولې ملګرې به لري. ستا له خپل ژوند سره جفا له دې ټولو سره جفا ده. خیر دی، غربت وزغمه. تنګلاسي وزغمه، سپوره یې وخوره. خو د امریکایي جګړې له بې هدفه مرګه ځان وژغوره. تر اوسه د کال سر دی، د جنګونو فصل را روان دی. تر اوسه طالبانو خپل عملیات نه دي اعلان کړي، نو په ځان رحم وکړه، په خپلې کورنۍ او بچیانو ورحمیږه، دا بې حسابه او بې هدفه مرګونه مې درباندې نه لوریږي. ځکه د دین او دنیا په زیان دې دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

14 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
بختور منګل سرباز

سلامونه پارسا صاحب، ستا غږ می وورید.اوس دوه خبری زما هم وواره. اول خبره.په ټول افغانستان کی د امریکا څلور بیسونه دی ولی تاسو په هغه څلور بیسونو جګړه نه کوی؟په بالامرغاب کی مو دری سوه عسکر اوبو ته غورځار کړل،ټول مسلمانان وه ،په کوم کتاب کی د مسلمان قتل روا دی.؟ امریکایی اشغالګر ته نه وژنی،او هغه تاهم نه وژنی، زه.لاره.پل،مکتب،مدرسه،جومات،ولسی خلک،شفاخانه ،ساتم ته خو ما وژنی ،ولی می وژنی په کومه ګناه؟ امریکایی په بګرام کی دی.ته ما په سنګین کی د بزګر په میله کی وژنی ولی؟ورشه ډایرک باګرام ته ، زه لاری او سړکونه د قعط… نور لوستل »

غوربندي

مخ دې تور شه چې ته د امريکايانو سپی نه يې چې هر لوري ته مو شکيري او ځان درباندې ساتي.

که ته رښتيا د وطن ساتونکی وې نو وسله خو له تاسره هم شته ولې طالب ته وايي چې باګرام ته ورشه،،، خپله دې ملا ماته ده چې د ټوپک شپېلي پرې راواړوې؟؟

مزدوره ! که د پارسا صاحب خبره نه اورې نو د طالب ګوزار ته ځان ټينګ کړه،،،

بختور منګل سرباز

غوربندی ته، زما لاسونه کی بنګړی نه دی، چه طالیب به ګزار کوی او زه به ورته ګورم څه؟؟ته هم ورسره مل شه او ته هم توره د تیره کړه. پنځه څلویښت زره ځوانان عسکرد په دا پنځه کاله کی قتل کړل.ایله بیله د دری شپیته تنه امریکایان د په دا پنځه کالو کی قتل کړل.هغه هم سهوا د قتل کړی، نو دا جګړه کی چه افغانان قتل کیږی په دا نه ارزی چه نوره اوږده شی.راځه چه د حل یوه معقوله لاره وګورو،دا ورور وژنه بنده کړو. ته او زه ښه پوهیږو.چه طالیب امریکایی نه وژنی،او امریکایی طالیب نه… نور لوستل »

غوربندي

غميه
ته که د عسکر په صفت په دې ټکي پوه يې چې امريکايان دې جنګوي نو بيا ولې جګړه کوې؟؟

ته له جګړې لاس واخله او طالب او امريکايان سره يوازې پرېږده،،، تر څو ثابته شي چې څوک کوپوني يانې مرتزقه دي او څوک د ديني او ملي نواميسو مدافعين او ساتونکي.

محمود

منګل وروره !
د پارسا صاحب خبري له درد غم او خواخوږي څخه ډکي دي ، هاخوا دې خوا دلائل نور کار نه درته کوي ، په دا اوس نږدې وخت کې دي د شوراب له امریکایانو او برتانویانو څخه لږ حال واخله ، چې څو د اسلام سرسپارلو تر سر تیر کړل .
په ټول افغانستان کې ستاسو له وجهي په بیسو کې پټ او خوندي دي ، تاوخدای ، ته لږ لار طالبانو ته ورکړه ، چې څه ورباندي کوي ، تاسو د طالبانو ثانوي هدف یاست .

غ.حضرت

اُف
څومره یو د بل سره لیری دی زموږ عقائد او افکار.نه مو د معاش عقل سالم دی او نه مو د معاد.
موږ یو بل ته رښتینی یا خیالی داستانونه او کیسې او نکلونه بیانوو خو په نیمګړې توګه.

جميل

تر دی ښه به ستونزمنه وی چی و دی عسکر ته دی وويل شی .
دا چی د الله(ج) رضا څه ده ،؟ د انسان د هدايت لپاره يی نبيان او کتابونه راوليږل څو هدايت شی خو چی هغه پاک ذات يی ونغواړی هدايت کوونکی او هدايت اخستونکی نشته .
پاک الله(ج) دی و دويته هدايت ورکړی که هدايت نه ورکوی پخپلو غازيانو دی نور هم ووژنی او پر دنيا او آخرت يی نور هم ذليله کړی .

عبدالوا حد اڅګزۍ

پارساصاحب دمځکی اوآسمانومالک الله دی هیڅوک دده بی امره نه مری اوانسان یی اشرف ال مخلوق پیداکړۍ دۍ چه عقل اوتمیزیی ورکړۍ دۍ هیڅ خپل بل مخلوق ته یی ندۍ ورکړۍ قرآنکریم یی هدایت ورته رالیږلۍ دی په قرآنکریم کی لیکلی دی که کفارتاسی ووژنی اویامودکورووباسی پرتاسوجهادفرض دی چه دوی اودوستان(کومک کونکی)ووزنۍ که څوک جهادنکوی رسول الله ته فرمایی جنازه یی مه کوه پرقبریی مه حاضریږه نوزه عسکرجان ته وایم تاسی چه مړه سۍ مرتد یاست دقرآنکری دآیات منکر کافردۍ نورنوستاسوخوښه ده چه جهنم دپیسوپه مقابل کی قبلوی اوکه سره کفاروژنۍ یوازی پرطالب جهادندۍ فرض پرټولومسلمانانوفرض دۍ که زماپه دی… نور لوستل »

غمی،پښتین

مولوی صاحب غږ می اوری؟د یوی مسلی پوښتنه در څخه کوم. محترم مولوی صاحب،د سټی کنډو کی عسکر یم، ا لاره د غلو،رهزنو څخه ساتم .پنځه وخته لومونځ کوم،کله چه پهره داری کوم اودس کوم ،درود شریف او د قران شریف اخری سپاره لنډ لنډ سورتونه هم لولم، او که چیری دا وظیفه پریږدم انارشی به بیا هغه د مجاهدینو وخت په شان شی، اصلی پوښتنه، کله چه پهره کوم،غلچکی بریدونه راباندی کیږی قتل کیږم.په اودسه کی هم وم .او په خوله می کلمه او د قران سورتونو لوستل هم وی. ایا مرګ می روا کیږی؟زه امریکایی نه ساتم نه… نور لوستل »

مولوی صاحب

پشتین صاحب ! د مسلمانیدو د پاره لمړی او تر ټولو ضروری رکن یا شرط د کلیمی طیبی ( ویل او په زړه تصدیق کول ) دی د دی کلیمی ویل اسانه مګر د ځینو د پاره عملی ډګر کی ګرانه او ستونزمنه ده او هغه داچه دا کلیمه له هغه کس څخه ژمنه تر لاسه کوی چه [[[ له الله ج غیره بل معبود نه شته او بل معبود به نه جوړوی. څلور نور شرطونه د همدی ژمنی د ژوندی ساتلو او دوام د پاره دی یعنی په رشتونی ډول به په د دی ژمنی په عملی کولو کی… نور لوستل »

غمی،پښتین

مولوی صاحب سلامونه. دا د کلیمه لوستلو څخه مخکی اعوذ بالله من الشیطن الرجیم لوستل دی.په خوله لوستل یی اسان خو عمل په ندی شوی. په خوله نعری وهی چه یا الله تاته زه پناه دروړم،خو په عمل کی یی بستره بار کړی د ترکیه د لاری لندن ښار یعنی دجال انګریز ته یی پناه وروړی ده. نو انګریزڅخه پناه غوښتل هم ګوره.او د انګریز په در کی دریدل رزق ورڅخه غوښتل .ه په قران کی په واضح ډول لیکل شوی ،چه الله ج رزق ورکونکی دی.ه هر هغه څوک چه کلیمه لولی،لمونځ ،روژه .زکات.حج ادا کوی مرګ یی نه… نور لوستل »

غوربندي

عسکره پيشو د خدای ﷻ لپاره موږک نه نيسي،،، مخکې لدې چې ستا پوښتنه ځواب شي په ګرېوان کې مو سر ټيټ او لاندې پوښتنې ځواب کړی: زه چا استخدام کړی يم؟ زما ملاتړ ته څوک رادانګي؟ زما ټوپک او مرمی څوک راکوي؟ ماته نظامي روزنه د چا له خوا راکول کيژي؟ زما تنخوا، اعاشه او اباطه د چا له خوا کيژي؟ که بهرنيان ووزي ايا زه به په ډاګ پاتې نه شم؟ که زه ووژل شم ايا د ملي دفاع وزارت منسوبين به زما مړي زما کورنی ته وسپاري؟ که زه ومرم او زما کونډه ميرمن به د ملي… نور لوستل »

غمی،پښتین

غوربندی ته،
همدا کړی پوښتنه لومړی له ځان څخه ته وکړه.دا اعاشه اباته.اسلحه.دوا،ډاکتر تاته له کومه راځی؟
من السلوا په شان اسمان څخه درته واریږی؟
همداسی د خپلی کونډی ،ماشومانو، لپاره د پنجاب ګرم لمر او تور تور پنجابیان هم درته ګوره.ن
نو پیغورونه څه فایده؟ګټه یی چا ته رسیږی؟لږ له عقل څخه کار واخله.سوله کی به هم ته وی هم به زه وم. توپک په زمکه کیږده ،د ملک ابادی ته ملا وتړه.

غوربندي

غميه ته ملامت نه يې خپل ځان درڅخه ورک دی نو خپل خلک به ګرانه وي چې ويې پېژنې. زه د خپل کلي کيسه درته کوم،،، درې سوه کوره کلی مو دی،،، هر يو کور غټ غټ ميلمستونونه لري،،، يوه دروازه يې کور او بله بهر ختلې، دا ميلمستونونه د طالبانو کرامو پر مخ څلورويشت ساعته خلاص دي،،، که نور نه وي نو شنې چای، غلمينه ډوډی او ګوړه ښه په اخلاص ورکوي. په همدې کلي کې ډاکټران هم شته چې د دوی علاج کوي،،، موچي هم شته چې مبارک بوټان يې وروګنډي همداسې يې درقياس کړه… البته همدا کليوال… نور لوستل »

Back to top button
14
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx