غزل/ شفاعت ریحان

شفاعت ریحان

زړۀ مې و، خو ومنه په زړۀ مې ورته نه ويل

ډېر را باندې ګران و، خو په خولۀ مې ورته نه ويل

 

څۀ زور  و، چې ستا سترګو پرې خاورې کړ زما ارمان

څۀ زغم و، چې ناست ومه او څۀ مې ورته نه ويل

 

زۀ مې له جانانه! سره دومره خوږ روان وم چې….

هر ځواب مې هو و، خدای شته، نۀ مې ورته نه ويل

 

جنګ چې به د دې خاورې وګړي اور کې وسوځل

سپين به مې بلل، او تور سکاره مې ورته نه ويل

 

مور مې را نه و پوښتل: چې درد ولې اخيستی يې؟

چوپ ومه او ستا له بېلتانۀ مې ورته نه ويل

 

خير که به مې زړۀ باندې د زهرو په شان پرېوتل

ستا خواږۀ دردونه وو، ترخۀ مې ورته نه ويل

 

وخت وو شفاعته! چې له ياره سره داسې وم

بد مې پر خولۀ نه راتله، او ښۀ مې ورته نه ويل

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
غ.حضرت
میلمه
غ.حضرت

آفرین! ښائسته غزل ده.
شاید په عشقی نړۍ کی دا یو جبری او قهری رسم او رواج وی چي ( څه می ورته نه ویل) خو په عینی او معمولی نړۍ کی هم د هغه چا ورځنۍ عادی چاری د ستونزو سره نه مخامخ کیږی کوم چي په( څه می ورته نه ویل) عالی اوصافو سمبال وی یعنی زغم او حوصله ولری.