افغانستان

د اروپایي ټولنې د بهرنۍ پاليسۍ مشره کابل ته راورسېده

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۶وری، ۱۳۹۸ل): د اروپايي ټولنې د بهرنۍ پاليسې مشره فدريکا موګاريني نن سهار کابل ته رارسېدلې ده.

ټاکل شوې ده موګاريني په کابل کې د ګډ حکومت له مشرانو او بهرنيو لوړ پوړو چارواکو سره هم وګوري.

موګارينې تيره ورځ د پاکستان پلازمينې اسلام اباد ته سفر کړی و او هلته يې د هغه هيواد له مشرانو سره د افغانستان د سولې په اړه خبرې کړې وې.

هغې تيره ورځ په اسلام اباد کې ددې هيواد د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي سره په ناسته کې ويلي وو چې د افغانستان په سوله کې د پاکستان د رول مهم دی او زیاته کړې يې وه چې په افغانستان کې امن او ثبات يواځې د افغانستان نه مګر د پاکستان او اروپايي ټولنې په ګټه هم دی.

فدريکا ويلي دي چې اروپايي ټولنه د افغانستان د سولې په اړه جدي هڅې کوي او په دې اړه به د پاکستان په مرسته د افغانستان په سوله کې خپل رول اداء کوي.

بل لورته د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي له موګاريني سره له ناستې وروسته رسنيو ته وويل چې پاکستان به د افغانستان په سوله کې خپل مسؤليت داء کړي او په دې اړه به له اروپايي ټولنې سره په ګډه کار وکړي.

پاکستان ته د اروپايي  ټولنې د بهرنۍ پاليسۍ مشرې له سفر وروسته ددې هيواد لومړي وزير عمران خان هم رسنيو سره په خبرو کې ويلي دي چې د پاکستان امن له افغانستان پورې تړلی دی او دوی په افغانستان کې د سولې د هڅو ملاتړ کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x