
ايران کې د سيلابونو له امله اتلس تنه وژل شوي
نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۶وری، ۱۳۹۸ل): د افغانستان ګاونډي ايران کې د وروستيو ورښتونو او سيلابونو له امله اتلس تنه وژل شوي دي او لسګونه نور ټپيان دي.
د ايراني رسنيو د راپورونو له مخې د هغه هيواد په جنوبي ولايت فارس کې د ورښتونو او سيلابونو له امله اتلس تنه وژل شوي دي چې ښځې او ماشومان هم په کې شامل دي.
د ايران د بېړنيو روغتيايي چارو مسؤل پير حسين کوليوند ويلي دي چې د فارس ولایت په مرکز شيراز کې د اتلس تنو د وژل کېدو سربېره سيلابونو لسګونه کسان ټپيان کړي هم دي چې په روغتونو کې تر درملنې لاندې دی.
بل لور ته د ايران د هوا پېژندې ادارې ددې هيواد په بيلا بيلو سيمو کې د نورو ورښتونو او سيلابونو وړاندوينه کړې ده.
د ايران ولسمشر حسن روحاني هم د ايران ولایتي مسؤلينو ته امر کړی دی چې د راتلونکو بارانونو او سيلابونو د خطراتو او طيبعي افاتو له پاره چمتو اوسي.
د يادونې وړ ده چې سږ کال د تيرو کلونو په نسبت ډېر باراني و چې د افغانستان ګڼې سيمې او په ځانګړې توګه يې په جنوبي ولايتونو کې خلکو ته ځاني او مالي زيانونه واړول.