افغانستان

ننګرهار: امريکايي عسکرو پنځه ولسي وګړي وژلي پنځه يې له ځان سره بېولي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۶وری، ۱۳۹۸ل): امريکايي عسکرو په ننګرهار ولايت کې يو ځل بيا د ولسي وګړو په کورونو چاپې اچولي دي چې پنځه ولسي وګړي يې وژلي او پنځه نور يې له ځان سره بېولي دي.

طالبان وايي چې تيره شپه د ننګرهار ولايت د شيرزادو ولسوالۍ اړوند په توتو سيمه کې امريکايي عسکرو د ولسي وګړو په کورونو چاپې اچولي دي او ولسي وګړي يې وژلي دي.

د طالبانو له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په ياده چاپه کې د امريکايي عسکرو له لوري د ولسي وګړو د لس کورونو دروازې هم ماتې شوې دي او شپږ نور کورونه يې په چاودېدونکو توکو ويجاړ کړي دي.

خبرپاڼه زياتوي چې په وژل شويو پنځه تنو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي او پنځه تنه نور يې ژوندي له ځان سره بېولي دي.

طالبانو ويلي دي چې په ولسي وګړو د ګډو ځواکونو له لوري د چاپو د زياتېدو له امله دوی هم په خپلو برېدونو کې زياتولی راوستی دی.

د يادونې وړ ده چې په دې وروستيو کې د ګډو ځواکونو په هوايي بريدونو او چاپو کې د ولسي وګړو تلفات زيات شوي دي چې په نتيجه کې يې ولسي وګړي د امريکا او حکومت پر ضد د وسله والې مبارزې له پاره له طالبانو سره يو ځای کيږي.

د ګډ حکومت مشران او ولایتي مسؤلين د ولسي وګړو په وژنه هر ځل خاموشي اختياروي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
پتنګ

اولس خو بیغیرته اولس دی ، مړه پراته دي خو پورته د شي او اولسي قیام د وکړي !
دا هغه ۸ سوه کاله مخکې صلیبي جنګ دی چې ددیموکراسي په نوم یې شروع کړی دی !
پرون ورځ ترمپ اسرائیلو ته د سورې خاوره چې لوړ ګولان نومیږي کيږي اسرائیلو ته ورکړ او څو میاشتې
مخ کې یې بیت المقدس د اسرائیلو دپایتخت په دود په رسمیت و پيژاند !!

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x