فدريکا موګاريني د ګډ حکومت له مشرانو سره په افغان سوله خبرې کړي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۶وری، ۱۳۹۸ل): د اروپايي ټولنې د بهرنۍ پاليسۍ مشره فدريکا موګاريني نن سهار کابل ته راغلې ده او دلته يې د ګډ حکومت له مشرانو سره پر افغان سوله خبرې کړي دي.

فدريکا موګاريني لومړۍ د افغانستان له اجراييه رئيس ډاکټر عبدالله عبدالله سره وليدل او د افغانستان د روان وضعيت په اړه يې بحث وکړ.

هغې له عبدالله عبدالله سره د ناستې پرمهال وويل چې په دې ترينګلو حالاتو کې يې افغانستان ته د سفر موخه په دې هيواد کې د سولې له پروسې
څخه د ملاتړ څرګندونه او په دې برخه کې همکاري کول دي.

له ډاکټر عبدالله وروسته د اروپايي ټولنې د بهرنۍ پاليسۍ مشرې د ګډ حکومت له مشر اشرف غني سره وکتل او له هغه سره يې په خبرو کې وويل چې حکومت بايد د افغانستان د سولې په اړه رامنځته شوی فرصت له لاسه ورنه کړي او په دې اړه دې خپلې هڅې ډېرې کړې او د سولې د هڅو د تخريب اجازه دې چا ته نه ورکوي.

هغې له غني سره هم په ليدنه کې په خپله خبره ټينګار وکړ چې اروپايي ټولنه د افغان سولې ملاتړ کوي او په دې اړه هر ډول همکارۍ ته تيار دي.

د اروپايي ټولنې د بهرنۍ پاليسۍ مشره تر دې وړاندې پاکستان ته تللې وه او هلته يې د هغه هيواد د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي سره په ناسته کې ويلي وو چې د افغانستان په سوله کې د پاکستان رول مهم دی او زیاته کړې يې وه چې په افغانستان کې امن او ثبات يواځې د افغانستان
نه مګر د پاکستان او اروپايي ټولنې په ګټه هم دی.

فدريکا ويلي وو چې اروپايي ټولنه د افغانستان د سولې په اړه جدي هڅې کوي او په دې اړه به د پاکستان په مرسته د افغانستان په سوله کې خپل رول اداء کوي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د