د افغان حکومت او امریکا ترمنځ را ټوکېدونکې بې‌باوري

د ستراتېژیکو او سیمهییزو څېړنو مرکز

څو ورځې وړاندې (۱۳۹۷هـ ش کال د کب ۲۳مه) د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب په واشنګټن کې د افغان سولې لپاره د امریکا پر ځانګړي استازي، زلمي خلیلزاد توندې نیوکې وکړې. نوموړي پر خلیلزاد تور پورې کړ، چې غواړي د خپلو شخصي ګټو لپاره د سولې له روان بهیر څخه افغان حکومت څنډې ته کړي؛ خو د امریکا د بهرنیو چارو وزارت دا ډول څرګندونې د کابل ـ واشنګټن د اړیکو او افغان سولې بهیر په زیان وبللې او له کبله یې حمدالله محب احضار کړ.

په همدې تړاو رویټرز خبري اژانس بيا د ځينو سرچینو په حواله ویلي، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال ډېوېډ هيل له ولسمشر غني سره ټلیفوني خبرې کړې او ورته ویلي يې دي، چې “له دې وروسته په واشنګټن کې له محب څخه هر کلی نه کېږي او متحده ایالات نه غواړي له هغه سره په کابل او یا واشنګټن کې همکاري ولري.”

د حمدالله محب له لوري د افغان سولې په تړوا د امریکا پر دریځ نیوکې او پر خلیلزاد د واک طلبۍ تورونه، داسې مهال دي، چې د امریکا ـ طالبانو ترمنځ د سولې په خبرو اترو کې افغان حکومت ځای نه لري او له دې پروسې ناخوښ دی.

دلته مو د امریکا په اړه د ملي یووالي حکومت پر بهرني سیاست، د کابل ـ واشنګټن د اړیکو پر خرابوالي او د دواړو لورو د اړیکو پر راتلونکي بحث کړی دی.

د واشنګټن پر لور د کابل بهرنی سیاست

که څه هم د حامد کرزي د ولسمشرۍ په وروستیو کلونو کې د کابل ـ واشنګټن اړیکې ترینګلې وې؛ خو د ملي یووالي حکومت له جوړېدو وروسته دغه اړیکې د تېر په پرتله خورا ښې شوې او ولسمشر غني ارګ ته تر رسېدو وروسته د خپل کار په لومړیو ۲۴ ساعتونو کې، له امریکا سره امنیتي تړون لاسلیک کړ.

د کابل ـ واشنګټن د اړیکو له ښه کېدو سره په ۲۰۱۶م کال کې د امریکا ولسمشر بارک اوباما له افغانستانه د خپلو سرتېرو د ايستلو مهالوېش بدل کړ او په افغانستان کې یې تر ۲۰۱۷م کال پورې د ۸۴۰۰ امریکايي سرتیري د پاتې کېدو اعلان وکړ. له هغه وړاندې پلان داسې و، چې په افغانستان کې به د ۲۰۱۶م کال تر پایه یوازې ۵۵۰۰ امریکايي سرتېري پاتې کېږي.

له اوباما وروسته په امریکا کې د دونالډ ترمپ له ولسمشر کېدو سره، شاوخوا اته میاشتې د افغانستان په تړاو د امریکا تګلاره مبهمه پاتې شوه. که څه هم په دې موده کې افغان حکومت د امریکا د راتلونکې تګلارې په اړه اندېښمن او ناخبره و؛ خو د ټرمپ د افغان تګلارې له اعلان وروسته، چې تر ډېره یې پر جګړه تمرکز درلود، د کابل اندېښنې له منځه ولاړې او د امریکا له دغې تګلارې یې تود هرکلی وکړ.

د افغانستان په تړاو د امریکا د نوې پوځي تګلارې له اعلان سره سم، افغان حکومت خپل بهرنی سیاست تر ډېره له همدې تګلارې سره په همغږۍ مخته یووړ او دا د دې لامل هم شو، چې افغان حکومت د سیمې د هېوادونو ترمنځ خپل بهرنی سیاست، متوازن ونه شي ساتلی. ځکه دا تګلاره که له یوې خوا په سیمه کې د افغان حکومت او هند له تګلارو سره همغږې وه؛ خو له بلې خوا بيا د یو شمېر نورو هېوادونو، لکه پاکستان، ایران، روسیې او چین د خوښې خلاف وه.

د افغان حکومت امریکا محوره بهرنی سیاست د دې لامل شو، چې د سولې په تړاو د ولسمشر غني د سیمه‌ییزې اجماع جوړولو طرحه هم سر وخوري. دغه‌راز د ملي یووالي حکومت، واشنګټن ته دورمره نږدې شو چې د امریکا له نوې تګلارې سره سم یې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو په هر جنایت سترګې پټې او چوپتیا غوره کړه.

د ټرمپ له افغان تګلارې سره هوایي بمبارۍ په بې‌سارې توګه زیاتې شوې، د خلکو کورونه، مدرسې، جوماتونه او ان د افغان امنیتي ځواکونو پوستې په وار وار بمبار شوې؛ خو افغان حکومت هېڅکله غبرګون پرې ونه ښود. تازه چې امریکا د جګړې پر ځای له طالبانو سره د خبرو لاره غوره کړې، افغان حکومت ترې ناخوښ دی او له امله یې د کابل ـ واشنګټن اړیکې هم د بې‌باورۍ پر پوله ولاړې ښکاري.

د کابل او واشنګټن ترمنځ بېباوري

د ملي یووالي حکومت پر مهال د افغان جګړې په تړاو د امریکا د تګلارې له بدلون سره سم (د جګړې پر ځای له طالبانو سره خبرې او له افغانستانه د پوځیانو ایستل) دا لومړی ځل دی، چې د کابل ـ واشنګټن ترمنځ اړیکې د ترینګلتیا له ګواښ سره مخ کېږي.

ولسمشر غني له طالبانو سره د سولې په برخه کې د پام وړ هلې ځلې وکړې؛ خو طالبانو بيا تل له افغان حکومت سره نه، بلکې له امریکا سره د سولې پر خبرو ټینګار کړی. امریکا که څه هم ډېره هڅه وکړه، چې طالبان د جګړې په ډګر کې مات کړي؛ خو تېرو ۱۸ کلونو وښوده چې جګړه یوه ناکامه تجربه ده. له همدې امله یې د افغانستان په تړاو خپله تګلاره بدله کړه او له طالبانو سره یې د خبرو اترو لاره غوره کړه.

دا چې د ولسمشر غني هیله وه، څو طالبان هم د حزب اسلامي (حکمتیار) په شان له حکومت سره خبرو ته کېني؛ خو د غوښتنې خلاف یې امریکا له طالبانو سره خبرې پیل کړې او افغان حکومت یې څنډې ته پرېښود، له همدې کبله له دغو خبرو ناخوښ او اندېښمن دی.

امریکا د افغان سولې په تړاو زلمی خلیلزاد خپل ځانګړی استازی وټاکه، نوموړي له طالبانو سره د سولې په موخه مخامخ خبرې پیل او تر دې دمه یې پنځه رسمي ناستې ورسره کړې دي. د دغو خبرو په لومړیو کې ولسمشر غني ویل، چې “د سولې په برخه کې د امریکا روانې هڅې زموږ د سولې د پروګرام یوه برخه ده او مالکیت یې د افغان دولت تر چتر لاندې دی”؛ خو کله چې د طالبانو او امریکا ترمنځ د خبرو په لړ کې له افغانستانه د بهرنيو ځواکونو پر وتلو د هوکړې ګنګوسې زیاتې شوې، ورسره د افغان حکومت اندېښې هم زیاتې شوې. ولسمشر غني ټرمپ ته د یوه لیک په استولو سره هڅه وکړه، چې امریکا له افغانستانه د خپلو ټولو سرتېرو د ایستلو پرېکړه ونه کړي. دغه‌راز نوموړي وروسته بيا په یوه مرکه وویل، چې هېڅ بهرنی لوری اجازه نه لري د افغانستان د سولې په تړاو تصميم ونيسي.

د غني له خبرو وروسته، په وروستیو کې د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب هم په واشنګټن کې له خبریالو سره په خبرو کې د افغان سولې لپاره د امریکا پر ځانګړي استازي نیوکې وکړې او په ښکاره یې د امریکا او طالبانو ترمنځ د روانو خبرو مخالفت وکړ.  نوموړي زلمی خلیلزاد د افغان حکومت د څنډې ته کولو، مشروعیت اخیستلو او طالبانو ته پر مشروعیت ورکولو تورن کړ. نوموړي دغه‌راز پر خلیلزاد تور پورې کړ، چې هڅه کوي داسې یوه لنډمهاله اداره رامنځته شي، چې مشري دی (خلیلزاد) په خپله وکړي.

پر خلیلزاد د محب د نیوکو په تړاو د امریکا د بهرنیو چارو وزارت توند غبرګون وښود. د محب خبرې یې رد او پر خلیلزاد یې حمله، د امریکا د بهرنیو چارو پر وزارت حمله وګڼله. دغه راز په هېواد کې دننه هم اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله هم د محب څرګندونو ته په اشارې سره وویل، چې افغانستان  په داسې ځای کې نه دی چې له نړیوالې ټولنې سره خپلې اړیکې خرابې کړي.

د کابل-واشنګټن د اړیکو راتلونکی

له طالبانو سره سوله، د افغانستان لپاره یوه مهمه او برخليک ټاکونکې موضوع ده. افغان حکومت منحیث حکومت او د امریکا ستراتېژیک ملګری، د ځان حق بولي چې د دغې پروسې له څرنګوالي خبر او په بشپړ جريان کې وي.

د ملي یووالي حکومت پرمهال دا لومړی ځل دی، چې د کابل او واشنګټن ترمنځ اړیکې د ترینګلتیا له ګواښ سره مخ شوې دي. د پخواني ولسمشر حامد کرزي د واکمنۍ په وروستیو کلونو کې د کابل ـ واشنګټن اړیکې، ظاهراً د امریکا له لوري د هوایي بمباریو، د ملکي خلکو مرګ‌ژوبلې او د جګړې د پراختیا له کبله ترینګلې شوې؛ خو د ملي یووالي حکومت پر مهال د اړيکو د ترینګلیتا عوامل بيا هوایي بمبارۍ او ملکي تلفات نه، بلکې نور دي. اوسمهال، په داسې حال کې چې ولسمشر اشرف غني د راتلونکو ټاکنو لپاره يو ځل بيا نوماند دی، داسې ښکاري چې د واک له لاسه ورکولو وېره لري او له همدې امله هڅې کوي، چې د سولې په خبرو کې خپل ځای مشخص کړي.

په قطر کې د طالبانو او امریکا د پنځمې ناستې په اړه ویل کېږي، چې دواړه لوري له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو او له ترهګرۍ سره د مبارزې پر موضوع‌ګانو هوکړې ته رسېدلي دي او په راتلونکې ناسته کې به په دې تړاو چمتو شوې مسوده هم لاسلیک کړي. که رښتیا هم په راتلونکي ناسته کې د افغان حکومت د استازو له حضور پرته دغه مسوده لاسلیک شي، د ملي يووالي حکومت به په دغه بهير کې ځان بشپړ منزوي وګوري او د کابل-واشنګټن اړیکې به د لا ډېر خرابوالي پر لور ولاړې شي. پای

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
MHA
میلمه
MHA

If Mr Khalilzad was not afghan american everything would be ok. Mr Khalilzad does not want the talking and decisions made between him and Taliban be leaked(period), he has been appointed by Mr Trump himself and criticizing him is not respecting US decisions.Mr Khalilzad is highly educated and experienced politician got his education in high standard American institutions. I am suggesting Mr Muhib should stick with his education background and find job in what he studied but finding good jobs in western world is not that easy, degree will help to find job but keeping job due to performances not… نور لوستل »