حامد کرزي د موقت حکومت په اړه د عمران خان څرګندونې غندلي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۶وری، ۱۳۹۸ل): وروسته له هغه چې د پاکستان لومړي وزير يو ځل بيا په افغانستان کې د ستونزو د حل په اړه د موقت حکومت جوړول ممکنه حل وباله، يو شمير افغان سياسيون يې راپارولي دي.

پخواني ولسمشر حامد کرزي هم د عمران خان يادې څرګندونې غندلي او دا يې د افغانستان په کورنيو چارو کې لاس وهنه بللې ده.

د حامد کرزي له دفتر څخه په خپره شوې اعلاميه کې راغلي چې هيڅ ګاونډی حق نه لري چې د افغانستان په کورنيو چارو کې لاسوهنه وکړي او زياته کړې يې ده چې په راتلونکې کې بايد له دا ډول څرګندونو څخه په کلکه ډډه وشي.

د يادونې وړ ده چې دا دوهم ځل دی چې په افغانستان کې د مؤقت حکومت د رامنځته کېدو په اړه عمران خان څرګندونې کوي چې د افغان لوري له غبرګون سره مخ کيږي.

د طالبانو او امريکا ترمنځ د خبرو له پيل راهيسې پاکستاني چارواکي د افغانستان په اړه په خپلو تبصرو کې ډيری وخت داسې خبرې کوي چې د افغانانو غبرګونونه راپاروي.

تر دې وړاندې هم د پاکستان لوړ پوړو چارواکو ويلي وو چې طالبان له امريکا سره خبرو ته پاکستان تيار کړل او په دې چاره کې پاکستان مهم رول لري.
تر دې وړاندې هم عمران خان ويلي وو چې په ډېر ژر به په افغانستان کې يو ښه حکومت راشي.

د عمران خان د تازه څرګندونو په اړه تر اوسه ارګ او سپېدار څه نه دي ويلي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د