افغانستان

طالبان: موږ هيڅکله د مؤقت حکومت د رامنځته کېدو خبره نه ده کړې

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۶وری، ۱۳۹۸ل): طالبانو په کابل کې د امريکا سفير جان بس هغه څرګندونې رد کړي دی چې ګواکې دوی د مذاکراتو په اړه تبليغات کوي.

په کابل کې د امريکا سفير جان بس په قطر کې د طالبانو او امريکا ترمنځ د مذاکراتو په اړه ويلي دي چې طالبان په دې اړه تبليغات کوي خو طالبانو دا ادعا رد کړې ده.

د امريکا سفير نن په کابل کې يوې خبرې غونډې ته وويل چې دوی غواړي چې د افغانستان ستونزه د خبرو له لارې حل شي او امريکا د افغانانو په استازيتوب له طالبانو سره خبرې نه کوي او بايد چې افغانان خپله ستونزه خپله حل کړي.

هغه ويلي وو چې دوی له طالبانو سره د امريکا اړوند موضوعاتو خبرې کوي او د خبرو ټول جزيات د کابل له حکومت سره شريکيږي.

طالبانو د جان بس د څرګندونو په غبرګون کې په يوه لنډه اعلاميه کې ويلي دي چې دوی هيچرې د موقت حکومت خبره نه ده کړې، مګر په واضحه توګه يې ويلي دي چې د افغانستان کورني مسايل چې له امريکا پورې اړه نه لرې له امريکا سره پرې بحث نه کوي.

د يادونې وړ ده چې د طالبانو او امريکا ترمنځ د روانو مذاکراتو په اړه ځينې کړۍ وخت ناوخته غږ پورته کوي او له راتلونکې حالت څخه د ويرې احساس کوي خو د طالبانو د سياسي دفتر مشر ملا عبدالغني برادر څه موده وړاندې په يوه مرکه کې ويلي وو چې له راتلونکي افغانستان څخه به هيچا ته ګواښ موجود نه وي.

نوموړي ويلي وو چې غواړي په راتلونکې کې له ټولو افغانانو سره ګډ کار وکړي او له هيچا څخه د انتقام اخيستلو فکر نه لري.

هغه په طالبانو غږ کړی و چې د افغان ولس- مشر خپل پلار وګڼئ، همزولی يې خپل ورور او کشران يې خپل بچيان وګڼئ او د احترام او شفقت برخورد
ورسره وکړئ.

طالبان د مؤقت حکومت د ترديد خبره په داسې حال کې کوي چې تازه د پاکستان لومړي وزير عمران خان هم د افغانستان د کشالې د حل له پاره موقت حکومت ممکنه حل لاره بللې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
جميل

اصله خبره داده چی شاوخوا او نور هيوادونه د اسلام د سپيڅلی دين او د اسلامی نظام څخه بيريږی دوی نشی کولای دا وزغمی چی يو آزاد اسلامی هيواد دی وجود ولری ، د دوی داسی نظام نه خوښيږی چی هلته فساد ، فحشاء ، غلا او نوری بی حرمتی او د اسلام او بشر ضد کړنی نه وی . خو دوی دی په دی پوه وی چی دا نظام ان شاءالله تعالی که ن ن وی که صبا راتلونکی دی او د منکرينو به يی مخ تور وی . د بين الافغانی کنفرانسو او مذاکراتو آوازی هم ګرمی دی… نور لوستل »

محمد ظاهر حلیمی

دهیواد مسئول چارواکی که طالبان وی اوکه افغان حکومت وی دملک لوړی ګټی په نظرکی ونسی او دمظلوم ملت حقوق دنورو دګټو قربانی نکړی ځکه الله ج په هغه ورځ ورڅخه پوښتنه وکړی چې الله ج قاضی اورسول (ص) شفیع وی ځکه که نن تعادل دانسانانو له واک وتلی خودالله ج تعادل برقراردی اوبل دولت اوطالبان دی خپل دشمن وپیژنی نه یهود اونه پنجاب زمونږ دوست کېدی شی ځکهځکه الله ج په خپل نازل شوی کتاب کی مسلمه امت ته خبرداری ورکړی دپنجاب واکمن دجرچیل خظ مشه تعقیبوی اود تونبلربچان دی دانګریزی پآلیسیوتطبیق غواړی نوزما وړاندیزدواړو خوا افغانانوته دا دی… نور لوستل »

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx