ارشیف

کابل؛ ناټو سروبي ولسوالۍ کې د ملکیانو په نښه کول ومنل

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۶وری، ۱۳۹۸ل): ناټو منلې چې دوی او افغان ملګرو يې د کابل په سروبي ولسوالۍ کې تېره شپه ملکي وګړي وژلي دي.

د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموریت ویاندې دیبرا ریچارډسن ویلي، سروبي کې يې څلور مېرمنې او یو ماشوم په پوځي عملیاتو کې وژلي دي.

طلوع‌نیوز د یادې سرچینې په حواله وايي چې تېره شپه دوی غوښتل پر طالب سرتېرو برید وکړي، خو بمبار يې پر ملکي وګړو برابر شو او په وینا يې «متاسفانه څلور مېرمنې او یو ماشوم وژل شوي دي.»

طالبانو هم پر دې پېښې خواشيني ښکاره کړې او جنایت يې بللې ده.

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد پرخپله ټویټر پاڼه لیکلي، چې دې بمبار کې د ښځو او ماشومانو په ګډون اوه تنه وژل شوي او اوه نور ټبيان دي.

هغه لیکلي پېښه د سروبي په کرګوکلا کې شوې ده، چې امریکايي او داخلي عسکر دواړه پکې ښکېل دي.

هم‌مهاله تېره شپه د ننګرهار د شیرزادو ولسوالۍ په توتو سیمه کې هم شپنیو عملیاتو کې ګډو ځواکونو پنځه تنه ملکي وګړي ووژل او پنځه نور يې ژوندي یووړل.

دا په داسې حال کې دی چې تېره ورځ هم د سولې فعالانو یوه غونډه کې پلازمېنه کابل کې ملکي تلفات وغندل او پر حکومت يې غږ وکړ، چې په لوی لاس دې د نظام د منفور کېدلو او شړېدلو هڅې نه کوي.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د