اروپايي ټولنې د سولې پروسه کې د تضمین چمتووالی ښوودلی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۶وری، ۱۳۹۸ل): اروپايي ټولنه چې وړاندې يې د ممکنه تضمین په تړاو طالبانو هم یادونه کړې وه، وايي د سولې په پروسه کې د تضمین کولو ته چمتو ده.

د دې ټولنې د بهرنۍ پاليسۍ مشرې فدريکا موګاريني، چې نن کابل ته راغلې ده له حکومتي مشرانو سره د سولې په تړا خبرې اترې کړې دي.

هغې محمد اشرف غني ته هغه پنځه مادې سپارلې، چې د سولې اړوند پکې پر ممکناتو بحث شوی او د تضمین کولو اړتیا هم په یوه ماده کې یاده شوې ده.

دې پنځو مادو کې دا هم ویل شوي چې اداري اصلاحات به رامنځته کېږي او د طالب سرتېرو او د هغوی د کورنیو اړوند به سالم ګامونه پورته کېږي.

وړاندې تر دې طالبانو ویلي و، چې د سولې د خبرو اترو په پایله کې د شوې موافقې د تطبیق په موخه نړۍوال اسلامي کنفرانس، اروپايي ټولنه، ملګري ملتونه او نور مطرح اړخونه باید د ضامنانو رول ولوبوي.

همدارنګه طالب ویاند ذبیح الله مجاهد له یوه کورني تلویزون سره خبرو کې دا یادونه هم کړې وه، چې په نظام کې باید «ژور اصلاحات» رامنځته شي.

تمه کېږې د را تلونکې اپریل میاشتې په نیمايي کې د پخواني ولسمشر حامد کرزي په مشرۍ له سیاسي څېرو، خبریالانو، مدني او سیاسي فعالانو جوړ یو اتیا کسیز پلاوی قطر کې له طالبانو سره د بین الافغاني خبرو اترو د دویم ګام په توګه ګډون وکړي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د