امریکا: لا هم دولت نظامي لیکو ته ماشومان جذبوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۶وری، ۱۳۹۷ل): د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، لا هم افغانستان کې دولت نظامي لیکو ته ماشومان جذبوي او جګړه پر مخ پرې وړي.

هشت‌صبح د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د تازه راپور په حواله لیکي، چې د اردو، پولیسو او اربکیانو په لیکو کې لا هم ماشومان جذبېږي او د جګړې لپاره وسله ور په غاړه کېږي.

د سرچینې په وینا د اردو، پولیسو و اربکیانو په لیکو کې ځينې ماشومان د ساتونکو، ځينې د جګړې لپاره او ځينې بیا د «خادمانو» په ډول کارېږي، چې ځينې د کورنیو چارو، ځينې د دفاع وزارت او ځينې د ملي امنیت له لوري ګمارل شوي دي.

په ورته وخت کې د بشري حقونو سازمان هم ویلي، چې په دې لیکو کې له ماشومانو سره جنسي زور زیاتی هم کېږي.

دې سرچینې د یوناما د «معتبرو اسنادو» پر حواله زیاته کړې چې په نظامي لیکو کې ماشومان ان له جنسي تېري سره مخ شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت سرپرست ویاند نصرت رحیمي له دې موضوع انکار کوي او زیاتوي چې د پولیسو په لیکو کې تر اتلس کلنۍ ښکته څوک نشته.

ولسي جرګې په ۱۳۹۳ل کال کې هغه قانون تصویب کړ، چې پر اساس يې تر اتلس کلنۍ ښکته تنکي ځوانان نه‌شي کولی نظامي لیکو کې کار وکړي، خو لا هم لرې پرتو سیمو کې په تېره بیا د پولیسو او اربکیانو په لیکو کې په لوړ شمېر ماشومان لیدل کېږي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د