نواز شریف د شپږو اوونیو لپاره ازادېږي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۶وری، ۱۳۹۸ل): د پاکستان پخوانی لومړی وزیر میا نواز شریف چې اوس د دې هېواد په زندان کې دی، د شپږو اوونیو لپاره په ضمانت خوشي کېږي.

هغه چې د زړه او پښتورګو ناروغۍ لري، د درملنې لپاره يې ضمانت منل شوی دی، خو میاشت وړاندې يې هم دا ډول غوښتنه کړې وه چې حکومت يې ضمانت ونه مانه.

د پاکستان د سترې محکمې مشر قاضي اصف سعید وايي، هغه به له ټاکلې مودې پوره کېدو وروسته سمدستې زندان ته حاضرېږي.

نواز شریف باندې تور دی چې د واک پر مهال يې مالي فساد کړی دی، نوموړی پر اوه کاله بند محکوم شوی دی.

هغه د درېیم ځل لپاره د لومړي وزیر په حیث له پنځه کاله دندې وروسته په ۲۰۱۷ز کال د مالي فساد په تور له دندې لرې کړای شو.

نواز شریف تر دې وړاند له ۱۹۹۷تر ۱۹۹۹ز او تر هغه وړاندې له ۱۹۹۰تر ۱۹۹۳ز کال پورې هم د لومړي وزیر په توګه دندې اجرا کړې دي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د