«امریکايي استازیو د حمدالله محب له امله غونډه لغوه کړه»

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۶وری، ۱۳۹۸ل): په ارګ کې د ناټو د غړو هېوادونو د استازیو غونډه له دې امله لغوه شوه، چې لوړپوړو امریکايي استازو پکې د حمدالله محب د ګډون په خاطر له ګډونه انکار وکړ.

طلوع‌نیوز د ځينو سرچینو په حواله وايي، چې دا ناسته پرون «دوشنبه، ۵وری» کېدله، خو امریکايي استازیو قلمونه او کاغذونه پر مېز پرېښودل او له ناستې ووتل.

د طالبانو او امریکا د مخامخ خبرو له وروستۍ ناستې وروسته د امنیت شورا سلاکار حمدالله محب په امریکا کې پر زلمي خلیلزاد تور پورې کړ، چې په لوی لاس حکومت ګوښی کوي او «شخصي ګټې» پالي.

پر خلیلزاد تور د دې علت شو، چې ښاغلی محب د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له لوري احضار شو او څو ورځې وروسته رویټرز د ځينو امریکايي چارواکو په حواله خبر ورکړ، چې دوی به له دې وروسته له نوموړي سره هیڅ ډول اړیکي ونه پالي.

د شنونکو په باور حمدالله محب د بهرنیو اړیکو په برخه کې هسې ډيپلوماټيکه ژبه نه لري چې باید درلودلی.

د دوی په وینا محب یوازې په ارګ کې د محدودې کړۍ ګټې په پام کې نیسي او حتی نړۍلید يې د همدې ګټو پر اساس را څرخي.

د امنیت شورا ویاند په ارګ کې د تېرې ورځې له ټول جریانه بې خبري ښيي.

avatar
3 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
سیدزرغون شاه آغا
میلمه
سیدزرغون شاه آغا

دامریکایانو وتل د غونډی څخه پر ع او غ یوبل سیاسی ګذاروه. ع او غ دا سیاسی بیسواده باید اعدام کی، چی بیا بل احمق خپل بادار ته و نه غاپی.

غوربندي
میلمه
غوربندي

ددې وزګوړي دنده د خپلو ګرګ صفتو بادارانو د خوشالی پخاطر په خپله مور يانې وطن باندې بورڼېدل وو،،، اوس چې وطن د حقيقي بچيانو په لاس د خپلواکی په درشل کې دی نو دا دون صفته د خپل عادت له مخې اوس په خپل بادار باندې بورڼيژي،،، ځکه خو يې بادار په خصي کولو لاس پورې کوي.

وحیدالله غزنوي
میلمه
وحیدالله غزنوي

د امریکا غلامې او له امریکا سره پټ پټونی چې د کرزې او غني له پاره مضموم وو هغه د طالب مشرانو لپاره هم ناوړه کار دی، غدارې ده او وطن فروشي ده