د بهرنیو چارو وزارت ودانۍ

بهرنیو چارو وزارت د پاکستان د سفیر مرستیال احضار کړ

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۶وری، ۱۳۹۸ل): د بهرنیو چارو وزارت وايي د پاکستان د لومړي وزیر د وروستیو څرګندونو له امله يې کابل کې د دې هېواد د سفیر مرستیال احضار کړی دی.

له بهرنیو چارو وزارت خپره شوې خبرپاڼه لیکي، د عمران خان څرګندونې په داخلي چارو کې د پاکستان د مداخله غوښتنې سیاست په ډاګه کوي او په کلکو ټکو يې غندي.

عمران خان تېره ورځ ویلي و، په افغانستان کې د روانو ناندریو د حللارې په موخه مؤقته اداره یو ښه لار کېدلی شي.

د هغه دا څرګندونې، اجراییه ریاست، پخواني ولسمشر حامد کرزي او ګڼو سیاسي څېرو غندلې دي.

د بهرنیو چارو وزارت خبرپاڼه لیکي، د نوموړي دا څرګندونې «افغان ولس او د ملي ارادې حاکمیت ته نه احترام» په ډاګه کوي.

خبرپاڼه زیاتوي بهرنیو چارو وزارت د نور بحث لپاره په پاکستان کې افغان سفیر هم کابل ته راغوښتی دی.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د