هلمند؛ هوايي برید کې د یوې کورنۍ اته غړي وژل شوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۶وری، ۱۳۹۸ل): د هلمند په ګرشک کې تېره شپه هوايي برید کې د یوې کورنۍ اته تنه غړي وژل شوي دي.

ځايي سرچینې وايي تېره شپه سهار ته نږدې د ګرشک په ښورکي سیمه کې پر یو کور د بمبار په پایله کې د مېرمنو او ماشومانو په ګډون اته تنه ووژل شول.

په وژل شویو کې درې تنه ماشومان، څلور مېرمنې او یو هم سپين‌ږېری سړی شامل دي.

د هلمند ځايي چارواکو په دې اړه تر اوسه څه نه دي ويلي، خو طالبانو د پېښې تایید کړی او خواشیني يې څرګنده کړې ده.

طالبانو خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، برید د بهرنیانو بې پیلوټه الوتکې کړی دی، چې ټول قربانیان يې د يوې کورنۍ غړي دي.

دا په داسې حال کې دی چې تېره شپه د کابل په سروبي کې هم بهرنيو ځواکونو پنځه ملکي وګړي وژلي دي، چې ناټو يې هم پخلی کړی دی.

هم‌مهاله د ننګرهار په شیرزادو کې شپنیو عملیاتو کې پنځه ملکي وګړي وژلي او پنځه نور يې ژوندي وړي دي.

تېره ورځ کابل کې د سولې فعالانو د ملکي تلفاتو د غندنې په مناسبت جوړه شوې غونډه کې وویل، وروستیو شپږو میاشتو کې چې د سولې خبرو اترو زور اخیستی دی د بهرنیانو او دولتي ځواکونو له لوري ملکي تلفات په بې ساري ډول ډېر شوي دي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د