افغانستان له پاکستان څخه خپل سفير کابل ته راوغوښت

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۶وری، ۱۳۹۸ل): وروسته له هغه چې د پاکستان لومړي وزير عمران خان په افغانستان کې د موقت حکومت د جوړولو په اړه څرګندونې وکړې د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت په کابل کې د پاکستان سفير احضار کړی او له اسلام اباد څخه يې خپل سفير کابل ته راغوښتی دی.

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت له لوري په خپره شوې اعلاميه کې راغلي چې د افغانستان په اړه د پاکستان د لومړي وزير وروستۍ څرګندونې د افغانستان په کورنيو چارو کې ښکاره لاس وهنه ده.

له اسلام اباد څخه کابل ته د افغانستان سفير په دې اړه د نور بحث له پاره راغوښتل شوی دی.

د پاکستاني رسنيو د راپورونو له مخې عمران خان په خپلو تازه څرګندونو کې ويلي دي چې په افغانستان کې د موقت حکومت د رامنځته کېدل ممکن د سولې په روان بهير ښه اغيز ولري او په دې اړه شته خنډونه له منځه يوسي.

شاوخوا دوه اوونۍ وړاندې هم عمران خان د افغانستان په اړه دې ته ورته څرګندونې کړې وې چې په غبرګون يې د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت په کابل کې د پاکستان سفير احضار کړی و.

هغه مهال عمران خان د پاکستان په باجوړ کې يوې غونډې ته ویلي وو چې په افغانستان کې داسې یو حکومت راتلونکی دی چې ټول افغانان به په کې برخه واخلي.

تر اوسه له اسلام اباد څخه د افغانستان د سفیر د راغوښتلو په اړه ډېر جزيات نه دي ورکړل شوي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د