د افغان سولې په اړه زلمي خليلزاد د اوو هيوادونو په سفر راوتلی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۶وری، ۱۳۹۸ل): د افغانستان د قضيې د سياسي حل په موخه د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خليلزاد سيمې ته خپل سفر پيل کړی دی.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې زلمي خليلزاد د مارچ د مياشتې له ۲۵ مې نېټې څخه افغانستان، بريتانيا،
بلجيم، پاکستان، ازبکستان، اردن او قطر ته خپل سفر پيل کړی دی چې د اپريل د مياشتې تر لسمې نيټې به دوام وکړي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې په دې سفر کې به زلمی خليلزاد د افغانستان د قضيې سياسي حل په موخه اسانتياوې برابرې کړي او هڅه به وکړي چې افغانان خپل منځي خبرو اترو ته وهڅوي.

ټاکل شوې ده چې نوموړی به يادو هيوادونو ته د سفر پر مهال په افغانستان کې د سولې او ټيکاو په اړه له هغو هيوادونو څخه مرسته وغواړي او هم به دغو هيوادونو ته د امريکا او طالبانو ترمنځ د روانو مذاکراتو په اړه معلومات ورکړي.

زلمی خليلزاد به په دې سفر کې د ګډ حکومت له مشرانو سره هم وګوري او هغوی به دې ته وهڅوي ترڅو له طالبانو سره د مذاکراتو او بين الافغاني تفاهم له پاره يو ټول منلی ټيم وټاکي.

خليلزاد افغانستان او سیمې ته خپل سفر په داسې حال کې پيلوي چې تر دې وړاندې يې هم د افغانستان د قضيې سياسي حل په موخه يادو هيوادونو ته سفرونه کړي دي.

ټاکل شوې ده چې نوموړی به دا ځل هم د تير په څېر په قطر کې د طالبانو د سياسي دفتر له استازو سره وګوري او د امريکا او طالبانو ترمنځ د مذاکراتو په اړه به پرمختګونه وشي.

تر اوسه معلومه نه ده چې په قطر کې به د طالبانو او امريکايي لوري ترمنځ ناسته کله او په کومه نېټه جوړه شي او ترڅه وخته به دوام وکړي.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
جميل
میلمه
جميل

خليلزاده ! که دی خپل خير د خپل مشر ټرمپ خير او د امريکا خير غواړی د طالبانو منه او تښته طالبانو درته وويل چی کار نه درلرو ، غلامان دی پر لويه لار ايله کړه دوی و روسانوته هم خاين وه او تاسوته هم ، داچی دوی و خپل دين ، هيواد او ولس ته خاين دی تاسوته به څه وفا وکړی، دوی فاحشو غوندی که صبا بل تر تا ډيری ورکړی بيا د هغه دی ، د خاين او مجرم دفاع کول خيانت او جرم دی .