خليلزاد: د افغانستان په اړه د عمران خان وینا ګټوره نه ده

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۷ وری، ۱۳۹۸ل): د افغانستان سولې او جوړجاړي لپاره د امریکا خاص استازی زلمي خلیلزاد وايي د افغان سولې لپاره پاکستان مهم رول ادا کړی دی خو د دغه هیواد د لومړي وزیر عمران خان وروستی خبرې ګټوري نه دي.

نوموړي ټینګار کړی چې د افغانستان راتلونکی به یوازي افغانان ټاکي، نړیواله ټولنه به افغانان تشویقوي تر څو دوی په خپلو کې سره را ټول شي او خپله پرېکړه وکړي.

د پاکستاني رسنيو د راپورونو له مخې عمران خان په خپلو تازه څرګندونو کې ويلي دي چې په افغانستان کې د موقت حکومت رامنځته کېدل ممکن د سولې پر روان بهير ښه اغيز ولري او په دې اړه شته خنډونه له منځه يوسي.

د نوموړي په غبرګون کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت پاکستانی سفیر احضار کړ او په ورته وخت کې يې په دغه هیواد کې خپل سفیر افغانستان ته د سلا مشورې لپاره را لیږلی دی.

زلمی خلیلزاد دغه څرګندونې په داسي وخت کې کړی چې تازه یې سیمې ته د افغان سولې اړوند سفر پیل کړی او ټاکل شوې چې د افغانستان او پاکستان په شمول قطر ته هم سفر وکړي او د بهرنیو چارو وزارت په وینا نوموړی به هڅه وکړي چې د افغانستان د سیاسي حل په موخه اسانتیاوي برابري کړي او افغانان خپل منځي خبرو اترو ته وهڅوي.

تمه ده چې د راتلونکي اپریل میاشتې په ۱۴ – ۱۵ نیټه په قطر کې د افغان سیاسي جهتونو/شخصیتونو او طالبانو تر منځ د موسکو غونډې په دوام یوه بله غونډه وشي.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
غوربندي
میلمه
غوربندي

افرين خليلزاد صاحب